شمالي وزیرستان کې "۱۹ اورپکي" وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې پوځي عملیات پيل کړي وو

د ډيورنډ کرښې سره نژدې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د امنیتي ځواکونو او "اورپکو" تر منځ جګړه کې ۱۹ "وسله وال" او څلور امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "امنیتي ځواکونه په شوال سيمه کې پوځي عمليات ترسره کوي"، د ډيورنډ کرښې سره نژدې په منګروټي سيمه کې يې له اورپکو سره جګړه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دغه جګړه کې "۱۹ اورپکي" وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او څلور امنیتي ساتونکي هم وژل شوي دي.

ويل کېږي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې وسله وال اورپکو غوښتل له سيمې وتښتي خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونيوه او کلابند يې کړل.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځ له اوږدې مودې وروسته په شوال سيمه کې ځمکني عمليات پیل کړي. د د غه هېواد د پوځ مشر د عملياتو له پيل وروسته يادې شوې سيمې ته تللی و.

په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل شوي وو، د پوځ په وينا په دغو عملياتو کې يې کاميابي ترلاسه کړې او د شمالي وزيرستان ډېرې سيمې يې له "اورپکو" پاکې کړې دي.

د دغو عملياتو په ترڅ کې په سلګونو زره وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ايستل شوي وو چي د بېرته ستنېدو پروسه يې پيل شوې ده.

بل خوا د پاکستاني طالبانو د سجنا ډلې ويلي چې په دغه جګړه کې يې امنيتي ساتونکو ته يې ډېر زيان اړولی، خو په حکومتي کچه د دې پخلی نه دی شوی.

ورته مطالب