د ممتاز قادري د اعدام په غچ کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption په برید کې ځینې ماشومان هم ټپیان شوي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په شبقدر کې ځانمرګي برید د دوو پولیسو په ګډون لږترلږه نهه کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د چارسدې د پولیسو مشر سهیل خالد بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ شبقدر کچهري سره وشو.

دی وايي، برید کوونکي غوښتل، تهاڼې ته ننوځي، خو کله یې چې پولیسو مخه ونیوه، پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

دی وايي، برید کوونکي له برید وړاندې پر پولیسو د ډزو هڅه هم وکړه، خو پولیسو پرې ډزې وکړې.

عیني شاهدان وايي، برید دومره زورور و، چې د نژدې موټرو او ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.

د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان یوې اړوندې ډلې "جماعة الاحرار" ډلې منلې ده.

ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، دا برید یې د پنجاب د مخکیني وژل شوي والي سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادري د اعدامېدو د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.

ممتاز قادري په ۲۰۱۱ کال د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وواژه.

پاکستان څو ورځې وړاندې ممتاز قادري اعدام کړ، چې د اعدام پرضد یې لاریونونه هم وشول.

ورته مطالب