ډیره اسمعیل خان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ډيره اسمعیل خان کې د ضرب عضب په نامه له عملیاتو وروسته وضعیت یوڅه خوندي شوی و.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا سوېلي ولسوالۍ ډیره اسمعیل خان کې ناپېژاندو وسله والو دوه پولیس په په ډزو وژلي. د پاکستان پوځ دا هدفي وژنه بللې ده.

پېښه د چارشنبې ورځې په ګهیځ په بنو روډ د کرنې له ادارې سره نژدې شوې ده.

پولیس وايي، دواړه وژل شوي پولیس پر موټر سایکل سپاره وو او ګزمه یې کوله.

که څه هم ټپي شوي پولیس روغتون ته وړل شوي، خو د ژورو ټپونو له کبله یې تاب نه دی راوړی او ساه یې ورکړې ده.

د وژل شویو پولیسو نومونه عمران او فیصل ښودل شوي.

د ډيره اسمعیل خان بنو روډ (سړک) ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د پاکستان پوځ وايي، په یاده سیمه کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي، چې درې ورځې وړاندې هم د ډیره اسمعیل خان په ګنجان اباد سیمې بازار توپانواله کې ناپېژاندو وسله والو د رضي الرحمن په نامه یو وکیل په ډزو وواژه.

نوموړی ۳۳ کلن و او د حضرت عباس د زیارت منجور هم و.

ډيره اسمعیل خان کې د ضرب عضب په نامه له عملیاتو وروسته وضعیت یوڅه خوندي شوی و.

ورته مطالب