پاکستان: د سېلابونو له امله د وژل شويو شمېر ۶۲ تنو ته ختلی

Image caption اټکل کېږي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به اورښتونه کم شي

پاکستاني چارواکي وايي خيبر پښتونخوا، نيلم درې او ګلګت بلتستان کې د تېزو بارانونو په نتيجه کې تراوسه ۶۲ کسان وژل شوي او له ۳۰ زيات ټپيان شوي دي.

په بېلابېلو ځايونو د ځمکې ښووېدو له کبله لارې بندې شوې دي چې له امله يې يو شمېر مساپر بند پاتې دي. په شانګله کې نژدې ۴۰ کورونه نړېدلي دي.

په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د اورښتونو د کمېدو اټکل شوی دی.

د چارواکو په وينا په وروستیو اورښتونو کې په شانګله کې ۱۵، سوات کې ۶، چلاس کې ۴، تانګير کې ۵،دير، چارسدې، ملاکنډ او مانسهره کې يو يو کس، چترال کې دوه، کوهستان کې ۱۲، بټګرام او بنو کې دوه دوه او د نيليم په دره کې اته کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي په دغو پېښو کې۳۰ کسان ټپيان شوي هم دي چې نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پوليسو په وينا د سوات په کبل کې يوه ښځه له خپل ماشوم سره سېلابونو وړې ده. په دکوړک کې هم يو کس اوبو وړی. په بنجوټ کې د اسماني برېښنا له امله شپږ کلن هلک وژل شوی. په مټه او پرونه کې هم دوه ماشومان د ځمکې ښووېدو له امله وژل شوي دي.

Image caption د اورښتونو او بارانونه له امله يو شمېر سړکونه او لارې بندې شوې دي

بلخوا پوليسو په شانګله کې د ځمکې ښووېدو له امله له ۴۰ زياتو کورونو د ړنګېدو خبر ورکړی، چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ملکنډ، چارسده، مانسهره او دير کې کې هم د کورونو د چتونو له لوېدو څخه د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي. په بنو او بټګرام کې هم څلور کسان وژل شوي.

کوهستان کې يوه ځايي اوسېدونکي حفيظ الرحمان بي بي سي ته ويلي چې د کنديا يو اوسېدونکی سېلابونو وړی، په کيال کې يو کس، په پټن کې د اسماني برېښنا رالوېدو له امله څلور، په جالکوټ کې د کور نړېدو له امله دوه کسان وژل شوي دي.

نوموړی وايي کنديا سيمې ته سړک د سېلابونو له امله ويجاړ شوی چې په زرګونو خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ګلګت بلتستان

د ګلګت بلتستان په ديامر سيمه کې ۱۱ کسان وژل شوي، د دیامر په تابګير کې د چت رالوېدو له امله پنځه کسان او په چلاس کې څلور کسان وژل شوي او درې ښځينه ټپيانې دي.

په تهور کې هم یو کس خپله ژوند له لاسه ور کړی دی.

پوليس وايي د نيلم درې په شاه دره کې د ځمکې ښووېدو له امله اته کسان وژل شوي او اته ټپيان دی.

ورته مطالب