د ملاکنډ ولس وايي ماليه نه ورکوو

Image caption ملاکنډ سيمې ته په وروستيو کې سېلابونو او زلزلو ګڼ شمېر زيان اړولی دی

د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ سیمې په ولسوالیو (ضلعو) کې د پاکستاني حکومت له خوا د ګمرکي محصول پر ضد ولس له تېرې يوې اوونۍ په احتجاج لاس پورې کړی دی.

ځايي خلک وايي، که يوې خوا ته په ملاکنډ کې ګمرکي محصول غیرقانوني دی، نو بلې خوا ته بیا دوی وار له مخه ترهګرۍ، زلزلو او سیلابونو ځپلي او دومره توان نه لري، چې د پاکستان حکومت ته مالیه ورکړي.

د ملاکنډ په سوات، شانګله، بونير او کوهستان ولسوالیو کې د ولس احتجاج له تېرې يوې اوونۍ راهیسې دوام لري.

د ځايي خلکو په خبره دوى سره په پاکستان کې د مالاکنډ سيمو د شاملېدو پر وخت ژمنه شوې وه ، چې کله به هم ورڅخه ګمرکي محصول نه اخیستل کېږي. خو څو اوونۍ وړاندې د پښتونخوا د ګورنر له خوا په يوې خبرپاڼه کې په دغه سیمه کې د ګمرک قانون د نفاذ اعلان وشو، چې پر ضد يې د ملاکنډ په بېلا بېلو سیمو کې احتجاج روان دى.

ملاکنډ سیمه په وروستیو کلونو کې تر ډېرو نورو سیمو نه یوازې ترهګرۍ زیاته ځپلې، بلکې زلزلو او سیلابونو هم ویجاړه کړې ده.

ددې سيمې خلک وايي، دومره توان نه لري، چې په ټيټ اقتصاد کې حکومت ته ماليه ورکړي. د یادې سیمې يوۀ سوداګر زاهد خان بي بي سي ته وویل، "تر دې ورانۍ او ويجاړۍ وروسته پر ځای د دې چې د پاکستاني حکومت له خوا ورسره مرستې شوې وای، ملاکنډ لپاره نړیوالې مرستې يې هم د دوی پر ځای پنجاب ته ورکړې". حکومت دې ادعا ته تر دې دمه غبرگون نه دى ښودلى.

که څه هم د ملاکنډ ډېری وګړي او سیاسي فعالان د پاکستان فېډرالي حکومت د دې پرېکړې ذمه وار بولي او احتجاج يې هم تر ډېره د مرکزي حکومت پر ضد دی. خو د عبدالرحيم په نامه د ملاکنډ یو سوداګر بیا وايي، مرکز او ایالتي حکومتونه دواړه د دې مسووليت پر غاړه لري.

ورته مطالب