د شمالي وزیرستان ۲۲ زره کډوال خپلو مېنو ته ستانه شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان حکومت تېر ۲۰۱۵ کال د قبایلي سیمو د ټولو بې کوره شویو د ستنېدو اعلان وکړ.

د پاکستان حکومت تېر کال د شمالي وزيرستان د بې ځايه شویو خلکو خپلو مېنو ته د ستنېدو بهير پيل کړ، چې تر اوسه یوازې دوه ویشت زره کورنۍ خپلو کورونه ته ستنې شوې دي.

د شمالي وزیرستان په جګړو کې اغېزمن شوي خلک وايي، حکومت د شمالي وزیرستان د سیدګي سیمې کابو شپږ سوه کورنۍ له خپلو کورونو ایستلې دي.

دغه بې کوره شوي خلک وايي، حکومت د بې ځایه شویو خلکو بېرته خپلو مېنو ستنېدو کې ډېر لېواله نه ښکاري.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ کال په شمالي وزیرستان ک د وسله والو پرضد د (ضرب عضب) په نامه پوځي عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې سلګونه زره خلک بې کوره شول.

دغه بې کوره شوي خلک د خیبر پښتونخوا په سوېلي ولسوالیو بنو، ډېره اسمعیل خان او ټانک سیمو په کرايي کورونو او یا له دوستانو سره اوسېدل. حکومت د بې کوره شویو خلکو لپاره د بنو په بکاخېل سیمه کې یو پنډغالی هم جوړ کړی و.

د پاکستان حکومت تېر ۲۰۱۵ کال د قبایلي سیمو د ټولو بې کوره شویو د ستنېدو اعلان وکړ.

د بې کوره شویو خلکو یوه مشر نثار خان بي بي سي ته په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د بې کوره شویو خلکو د ستنېدو لپاره لاس په کار شي. دی وايي، د ګرمۍ موسم دی او حکومت تر اوسه خپلو مېنو ته د بې کوره شویو خلکو لپاره ډېر څه نه دي کړي.

نوموړی زیاتوي، د دوی ماشومان او ښځې له ډېرو ستونزو او کړاو سره مخامخ دي.

Image caption خبریالانو ته شمالي وزیرستان ته د ورتګ اجازه نه شته، ځکه نو د حکومت د ادعا او یا د اغېزمنو د وضعیت معلومولو په اړه پخلی نه شي کېدای.

عبدالجلیل هم د بې کوره شویو په ډله کې دی، چې وايي، د حکومت پر هغې ادعا باور نه لري، چې وايي هلته یې ډېری سیمې د وسله والو له شتون پاکې کړي دي.

دی وايي، له حکومته هېڅ تمه نه لري، چې خپلو سیمو ته دې په ستنېدو کې دوی هوسا شي.

خبریالانو ته شمالي وزیرستان ته د ورتګ اجازه نه شته، ځکه نو د حکومت د ادعا او یا د اغېزمنو د وضعیت معلومولو په اړه پخلی نه شي کېدای.

ورته مطالب