قبايلو کې د ښوونکو احتجاج له امله ښوونځي تړل شوي

د ډيورنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمو کې د ښوونکو د احتجاج له امله په دغه سيمه کې ښوونځي تړل شوی دي.

ښوونکي له حکومته د معاشونو زياتوالی غوښتنه کوي.

دغو ښوونکو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د خبريالانو ټولنې يا پرېس کلب مخې ته احتجاج کړی، دوی ګواښ کړی چې تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې يې ومنل شي.

په قبايلي سيمه کې د تعليمي ادارو چارواکي وايي، د دغو ښوونکو د احتجاج له امله په قبايلي سيمو کې د ماشومانو د زده کړې بهير زيانمن شوی دی.

د قبايلي سيمو په اتحاديه کې شاملو ګڼ شمېر ښوونکو په دغه احتجاجي ناسته کې ګډون کړی او په معاشونو کې د زياتوالي غوښتنه کوي.

د کرمې يوه ښوونکې شازيه وايي، "دې نورې زده کړې کړې او بېلابېل سندونه يې ترلاسه کړي، خو تراوسه په هغه مخکينۍ څوکۍ کار کوي، حکومت دوی ته نه د وړاندې تگ او پرمختگ په لړ کې گام اخلي او نه يې هم معاش زياتوي".

د قبايلي سيمو د ښوونکو د ټولنې مشر خان مالک خان مسيد بي بي سي ته ويلي چې "په خيبر پښتونخوا کې څلور کاله وړاندې ښوونکو ته ترقي يا ترفيع ورکړل شوې او معاشونه يې هم زيات شول، خو د قبايلي سيمو ښوونکي له ټولو اسانتياوو بې برخې دي".

په پېښور ښار د قبايلي سيمو يو چارواکی عبدالمنان هم وايي چې حکومت د قبايلي سيمو له ښوونکو سره څلور کاله وړاندې د ترقۍ او د معاشونو د زياتوالي ژمنې کړې وې خو تراوسه نه دي عملي شوې.

نوموړی وايي د قبايلي سيمو د ښوونکو د نه پرمختګ او يا هم د معاشونو د نه زياتوالي يوه وجه دا ده چې، دغه ښوونځي د مرکزي حکومت او د خيبرپښتونخوا ښوونځي د ايالتي حکومت د څارنې لاندې کار کوي ، ځکه ټول کارونه يې په اسانۍ سره کېږي.

د يوې اندازې له مخې په قبايلي سيمو کې ټول ۳۰ زره ښوونکي او د تعليم په برخه کې نور کارکوونکي په دندو بوخت دي. د قبايلي سيمې د ټولنې مشر خان مالک خان ګواښ کړی چې "د غوښتنو تر پوره کېدو به خپل احتجاج جاري ساتي".

ورته مطالب