د پاکستاني پولیسو د قاتلانو نیولو په باب نغدي انعام

د انځور حقوق AFP

د پاکستان کراچۍ کې د ګوزڼ کمپاین اووه ساتونکي پولیس وژل شوي، چې درو یې د ګوزڼ ضد واکسین د کارکوونکو ساتنه کوله.

پاکستاني چاراکو "پاکستان ټریبیون" ورځپاڼې ته ویلي، اتو په موټر سپرو وسله والو د پولیسو پر درې کسیزې ډلې ډزې کړې او بیا وروسته یې یو موټر په نښه کړی، چې څلور افسران پکې سپاره وو.

پاکستان کې اسلامپالي وسله وال د واکسین پر کارکوونکو بریدونه کوي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین نه پرېږدي.

په تېره جنورۍ میاشت کې، د سوېل لوېدیځې کوټې ښار د واکسین په یوه مرکز کې بمي برید لږترلږه ۱۵ کسان ووژل.

انعام

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې ویلي، پولیسو د وژونکو د موندلو او یا یې د ځای ځایګي معلومولو په مقابل کې ۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام اعلان کړی.

د وژل شویو کورنیو ته هم د جبران لپاره د دوه میلیون کلدارو ورکولو اعلان شوی.

د سیند ایالت د پولیسو یوه مشر جنرال اې ډي خواجه ویلي، د پولیو څاڅکي باید په هر قیمت چې وي، ماشومانو ته ورسول شي، او د ګوزڼ ضد واکسین د ټیمونو د ساتنې لپاره باید امنیت غښتلی شي.

د افغانستان سربېره، پاکستان هغه دویم هېواد دی، چې لاهم د ماشومانو د ګوزڼ بېلګې پکې موندل کېږي.

پاکستان کې تر ډېره اورپکي د ګوزڼ واکسین پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کوي، چې د ۲۰۱۲ کال له دسمبر میاشتې راهیسې یې په دغو بریدونو کې نژدې ۸۰ کسان وژلي دي.

په ۲۰۱۴ کال پاکستان کې د ګوزڼ تر ۳۰۰ ډېرې قضیې ثبت شوې وې، چې دا له ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو لویه شمېره وه.

تر ډېره د ګوزڼ بېلګې د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې وې، هلته چې اورپکي ډېر فعالیت لري او روغتیايي ټیمونه په نښه کوي.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption پاکستاني چاراکو "پاکستان ټریبیون" ورځپاڼې ته ویلي، اتو په موټر سپرو وسله والو د پولیسو پر درې کسیزې ډلې ډزې کړې او بیا وروسته یې یو موټر په نښه کړی، چې څلور افسران پکې سپاره وو.

خو په ۲۰۱۵ کال پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو کچه ۵۲ ته راټیټه شوه، ځکه د واکسین ډلې تر ډېره هغو سیمو ته ورسېدې، چې وړاندې د اورپکو په لاس کې وې.

ورته مطالب