"د لږکيو چارو سلاکار سياسي مخالفينو وژلى، نۀ طالبانو"

د انځور حقوق AP
Image caption سردار سورن سېنگ په بونېر کې خاورو ته وسپارل شو.

د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر ويلي چې د ايالتي يا صوبايي اسمبلۍ غړى، سردار سورن سېنګ د خپل منځي سياسي اختلافونو له امله وژل شوى و.

پوليسو مشر ازاد خان په دې تړاو يوې خبري غونډې ته وويل چې د سورن سنګ د وژنې په تور يې شپږ تنه نيولي چې هغوى د ده په ټکو خپل "جرم" منلى دى.

ده زياته کړه د پاکستان د طالبانو د غورځنگ دا خبره چې گوا کې هغوي سردار سورن سېنګ وژلى و، له حقيقته لرې ده.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې او د لږکيو د چارو په اړه د ايالت د اعلى وزير سلاکار تېره اوونۍ بونير کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى و، او طالبانو يې پړه پر غاړه اخيستې وه.

خو د ملاکنډ د پوليسو وويل "له شپږو نيول شوو څخه د بلديو کمار په نوم تورن منلې ده چې تېرو ټاکنو کې د کانديتورۍ ټکټ د شخړې له امله يې سورن سېنګ وژلى دى".

ده وويل د همدې اختلاف له امله "بلديو کمار څو کسانو ته پېسو ورکولو سره هغه ووژلو".

پوليسو د دې وژنې په تور شپږ نيول شوي کسان خبريالانو ته وښودل.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د سورن سنګ د وژلو د پېښې د پلټنو لپاره د يو کمېسون (کمېشن) د جوړولو اعلان کړى.

ورته مطالب