پېښور: وسله والو يو پوليس وژلی او يو هلک ټپي کړی

د انځور حقوق AFP

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د نامعلومو وسله والو له خو اپه ډزو يو پوليس وژل شوی او يو ماشوم ټپي شوی دی.

ځايي پوليس وايي د قيصر شاه په نامه پوليس د شپې دندې وروسته کورته روان و چې د پېښور ښار له يکه توت پوليسو ماموريت"سټېشن" سره نژدې پرې بريد وشو.

د پوليسو په وينا بريد کوونکي پر موټرسايکل سپاره وو او له سيمې په تېښه بريالي شوي دي.

قيصر شاه د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په لاره تېرېدونکی يو ۱۳ کلن هلک ټپي شو..

پوليس وايي وژل شوی کس د پېښور د موسی زی سيمې اوسېدونکی و.

پېښور او د خيبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې د دې ډول وژنو پېښو کې يو ځل بيا زياتوالی راغلی دي.

دوې ورځې وړاندې د پېښور په ګلبهار کې نامعلومو کسانو د هوايي ځواک پخوانی کارکوونکی، ليکوال او شاعر صابر حسين او نږور يې هغه مهال وژل شوي وو چې خپل لمسی یې ښوونځي ته رساوه.

ورته مطالب