"پاکستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تربلې ډېرېږي"

د کارګرو ماشومانو د ملي ارزونې له مخې، په پاکستان کې ۳.۳ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو کم دي، په کار بوخت دي. د دغو کارګرو ماشومانو له ډلې ۷۳ سلنه هلکان او ۲۷ سلنه نجونې دي.

په دغه هېواد کې ډېرې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ماشومان کارونو ته استوي. د شمېرو له مخې، له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

Image caption ۱۴ کلن بلال وایي، په ډېر لږ عمر کې د ژوند ډېرې سختې ورځې لیدلې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار کې یوه کارګر ماشوم بلال بې بې سې ته ووېل، تعلیم ته یې ډېره لېوالتیا لرله، خو د بې وزلۍ له امله یې ونشوای کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

څوارلس کلن بلال زیاتوې چې په خوېندو وروڼو کې ترټولو مشر دی، نو ځکه یې د کور خرڅ پوره کولو لپاره زده کړې پرېښودې او کسب و کار ته یې مخه کړه.

دی واېې په ډېر لږ عمر کې یې د ژوند سخت کړاونه ګاللي دي.

د کامران په نوم یوه بل ماشوم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، غوښتل یې په راتلونکي کې ډاکټر شي، خو د پلار تر مرګ وروسته اړ شو چې کار وکړي.

د بلال او کامران په څېر ډېر داسې ماشومان شته چې له زده کړو پاتې دي او بېلابېل کسبونه یې زده کړې دي ترڅو خپلې کورنۍ ته د ورځې ۱۰۰ – ۲۰۰ روپۍ وګټي.

Image caption پاکستان کې د شمېرو له مخې ۲۵ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د کار په ځای کې د ماشومانو یوه روزونکي ګل رسول بي بي سي ته وویل، دوی هڅه کوي اړ ماشوم وروزي ترڅو د خپل ژوند تېرولو لپاره لږ ترلږه یو کسب زده کړي.

دی وایي، ددې پرځای چې ماشومان په لارو او کوڅو کې خیرات ونه غواړي نو دا به ورته ډېره بهتره وي چې یو هنر زده کړي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، زده کړه له پنځو تر شپاړس کلونو عمر لرونکو ماشومانو بنسټیز حق دی، خو دا ماشومان له دې حق څخه برخې دي.

په پېښور ښار کې د ماشومانو خوندېتوب د یوه غېر دولتې موسسې مشر عمران ټکر واېې، په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره قانونه شته، خو عمل پرې نه کېږي.

Image caption عمران ټکر وایي، خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو خوندیتوب قانون د عملي کولو لپاره ېواځې ۱۰ میلېونه روپۍ ځانګړې کېږې، خو لږ تر لږه درې میلیارده روپیو ته اړتیا ده.

ښاغلی ټکر وایي، د پاکستان د نورو ایالتونو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب پر قانون د عمل نه کېدو لویه لامل د بودیجې نشتوالی دی.

نوموړې واېي، په خېبر پښتونخوا کې د دغه قانون دعمل کېدو لپاره ېواځې ۱۰ میلېونه روپۍ ځانګړې کېږې، خو دده په نظر د دغه کار لپاره لږ تر لږه درې میلیارده روپیو ته اړتیا ده.

د ېوې سروې له مخې د پاکستان ۵۸ سلنه وګړي لوستي دي، خو چارواکي مني چې په دغه هېواد کې ۲۵ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.