طالبانو په کوټه کې پر پاکستاني پولیسو بمي برید کړی

د انځور حقوق epa

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي، په کوټه د طالبانو په بمي برید کې لږ ترلږه پنځه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د کوټې د پولیسو یوه چارواکي سید ندیم شاه بي بي سي ته وویل، چاودنه د کوټې ښار په ختیځه برخه بایپاس سیمه کې شوې ده.

هغه وویل، بم د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال وچوول شو چې له سیمې د پولیسو ګزمه تېرېده.

د کوټې د پولیسو چارواکي وايي په روان کال کې په کوټه او شاوخوا سیمو کې تر ۱۵ ډېر پولیس سرتېري په بمي بریدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي او تر ډېره یې پړه پاکستاني طالبانو منلې ده.

د نن ورځې بمي برید مسوولیت هم طالبانو منلی دی.

پاکستاني طالبانو دوه اونۍ وړاندې هم په کراچۍ ښار کې ۷ پولیس سرتېري چې د پولیو واکسین کارکوونکو د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو په ډزو وژلي وو.

ورته مطالب