هري پور کې د امنیتي ځواکونو چاپه کې درې کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا هزارې ډویژن هري پور کې امنیتي چارواکي وايي، په ښار کې یې پر یوه کور چاپه اچولې، چې د یوې مېرمنې په ګډون درې مشکوک ترهګر پکې وژل شوي دي.

سرچینه وايي، چاپه د چارشنبې په شپه اچول شوې ده.

د سیمې یوه امنيتي چارواکي بشیر احمد بي بي سي ته ویلي، څارګرو ادارو ورته رپوټ ورکړی و، چې په همدې کور کې ترهګر دي، ځکه يې نو امنيتي ځواکونو او پولیسو سرتېرو پر همدې کور چاپه واچوله.

د یاد چارواکي په خبره په دې پېښه کې درې ترهګر او يو د امنيتي ځواکونو سرتېری هم وژل شوی دی.

ویل کېږي، چې دغه وژل شوی سرتېری د څارګرې ادارې غړی و.

د چارواکو په خبره وژل شوي درې واړه کسان د يوې کورنۍ او په خپل منځ کې سره مور، پلار او زوی دي، چې وايي، تړاو يې له يوې وسله والې ډلې سره و، خو په سیمه کې ځايي وګړي بیا دا تورونه ردوي او د ځينو رپوټونو پر اساس ځايي وګړي په دې پېښه په غوسه دي.

تر اوسه په خپلواکه توګه امنيتي ځواکونو له خوا ددې ادعاوو تاييد نه دی شوی.

ورته مطالب