بلوچستان کې د فساد په تور لوړ پوړی چارواکی نیول شوی

د انځور حقوق AFP

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اداري فساد په تور د دغه ایالت د خزانې سیکرتر/ مرستيا مشتاق ریيسانی نیول شوی او له کوره يې ۷۳۰ ميليونه پیسې د فساد ضد ادارې ترلاسه کړې دي.

تر دې پېښې وروسته د دغه ایالت د خزانې وزیر خالد لانګو استعفا ورکړې وه. بلې خوا ته د "فافين" په نامه يوې نادولتي موسسې په يوه ټولپوښتنه کې ویلي، په پاکستان کې اوس مهال تر ټولو زیات د بلوچستان ایالت وګړي له اداري فساد څخه سر ټکوي.

د پاکستان په جنوب لوېديځ بلوچستان ایالت کې پرون جمعه د فساد ضد ادارې د دغه ایالت یو لوړپوړی مامور نیولی او پاکستاني رسنيو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې کړې، چې په کې د فساد ضد دې ادارې ادعا کړې، چې د همدې نیول شوي مامور چې مشتاق رييسانی نومېږي، له کوره يې شاوخوا ۷۳۰ ميليونه پيسې هم ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې تر دې ګام وروسته د دغه ایالت د خزانې وزیر خالد لانګو له خپلې دندې استعغا وکړه. لانګو د جمعې په شپه ناوخته په يوه خبري غونډه کې ددغه استعفا اعلان په دې ټکيو کې وکړ.

"زه د يوه مسلمان او پاکستاني په توګه اخلاقاَ له خپلې څوکۍ استعفا ورکوم".

هلته د همدې ایالت د اعلی وزیر ویاند انوارالحق کاکړ هم په يوه خبري غونډه کې د داري فساد ضد ادارې دغه ګام وستايه او په دې لړ کې يې د ایالت د اعلی وزیر لخوا له یادې ادارې سره د هري مرستې او معلوماتو ورکولو اعلان وکړ.

له بلوچستان ایالته دغه خبر په داسې حال کې راځي، چې په ورته وخت کې د فافين په نامه يوې نادولتي موسسې په يوه ټولپوښتنه کې ویلي، په دغه هېواد کې تر ټولو زیات د همدې ایالت وګړيو له اداري فساد څخه سرټکاوه.

ډاکټرعايشه صديقه چې په پاکستان پر اداري فساد ژور نظر لري، له بي بي سي سره يې په خبرو کې وویل، په پاکستان کې اداري فساد ځکه زیات کېږي، چې د دې په خبره د ځواب ورکولو یا ذمه وارۍ میکانیزم کمزوری دی.

د ډاکټرعایشه صدیقې په خبره دا له دې تازه شوې ټولپوښتنې سره موافقه نه ده، ځکه چې د دې په خبره اداري فساد د پاکستان په ټولو ایالتونو کې يو شان کېږي.

پاکستان چې اوسمهال يې لومړی وزیر نوازشریف لا له پاناما نه په ډاګیزه شویو اسنادو کې د ده د زامنو او لور د نومونو له خپرېدو وروسته د اپوزیسيون ګوندونو تر سخت فشار لاندې دی، هلته يې په بلوچستان ایالت کې د ده د ګوند په واکمنۍ کې د يوه لوړپوړي مامور نیول دې پوښتنو ته نوره هم لاره هواره کړې، چې په اداري فساد کې چې که د هر چا نوم وي، باید په ازاده توګه يې پلټنې وشي

ورته مطالب