کراچۍ کې يو مدني فعال وژل شوی بل ټپي دی

خرم ذکي د انځور حقوق Facebook
Image caption خرم ذکي پخوا یو خبریال وو، چې اوس په کراچۍ کې د يوه مدني فعال په حیث اوسېده.

د پاکستان د سيند ایالت د سرښار کراچۍ امنيتي چارواکي وايي، په دغه ښار کې په يوه برید کې وسلوالو يو تن مدني فعال چې خرم ذکي نومېده، په ډزو وژلی او د هغه بل ملګری راو خالد او يو لاروی يې سخت ژوبل کړي دي.

د کراچۍ د پولیسو په خبره دا پېښه د خالي په شپه د کراچۍ په شمال کې په سیکټر ۱۱ بي کې د يوه هوټل مخې ته شوې، چې په ډزو دواړه فعالان ژوبل شوي، وروسته يې د کراچۍ په اغا خان نومي روغتون کې خرم ذکي ساه ورکړه.

نتاشا انور يوه پښتنه مدني فعاله ده، چې په کراچۍ کې يې هم ډېر وخت تېر کړی، نتاشا په دغه هیواد کې د مدني فعالانو د وژلو لامل عدم برداشت بولي.

خرم ذکي چې په پاکستان کې يې د توندلاري توب، مذهبي فرقه پالنې پرضد، د لږکيو او بشري حقونو نوموړی فعال وو، او پر خواله رسنيو فیس بوک باندې يې د ؛راشئ چې پاکستان جوړ کړو؛، د يوې همداسې پاڼې چلوونکی وو، چې له مودې راهیسې د يوه فعال په حیث په کراچۍ کې اوسېده.

بلې خواته نن يکشنبه د کراچۍ ښار ګڼو مدني فعالانو د ذکي د وژل کېدو پرضد په دغه ښار کې د احتجاج اعلان کړی او د ځينو پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس دا فعالان غواړي، په کراچۍ کې د سیند ایالت د اعلی وزیر او والي د کورونو مخې ته د خرم ذکي له مړي سره احتجاج وکړي، خو هلته د اعلی وزیر او والي د کورونو مخې ته ددغه احتجاج د مخنيوي لپاره امنيتي ځواکونو بیا همدې سیمو ته ورغلې ټولې لارې تړلې، تر څو ددې احتجاج مخه ډب کړي.

ویل کېږي، چې د خرم ذکي د جنازې مراسم به هم نن یکشنبه هملته ترسره شي.

په کراچۍ کې پر مدني فعالانو تردې برید وروسته د پاکستان په اکثره سیمو کې پر خواله رسنيو ددغې پېښې پر ضد سخت غبرګون رامخي ته شوی او ددغه برید په سختو ټکيو کې غندنه شوې.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې تردې وړاندې يوه ښځينه مدني فعاله سبین محمود هم نامالومه وسلوالو په ډزو وژلې وه، چې پر خواله رسنيو يې د وژلو ذمه واره د پاکستان څارګرې ادارې تورنې شوې.

هلته قاري سیف الله چې ځان د حکيم الله مسود ډلې غړی بولي، بي بي سي ته يې په يوه برېښنالیک کې د خرم ذکي د وژلو مسوولیت قبول کړی دی

ورته مطالب