د کوټې ښار چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي دي

Image caption چارواکی وايي په دغه پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي

د پاکستان د بلوچستان په مزکر کوټه ښار کې د يوې بمې چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه چادونه د سرياب پر سړک د بلوچستان پوهنتون له دروازې سره نژدې شوې ده. چاودېدونکي توکي د پوهنتون د دروزاې مخ ته د پوليسو له پوستې سره نژدې ځای پر ځای شوي وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د پېښې په ځای کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې نامعلومو کسانو د پوهنتون له دروزاې سره نژدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

نوموړی وايي د دغو توکو له چاودنې وروسته دوه پوليس وژل شوي او پنځه کسان ټپيان دي، چې په هغو کې درې پوليس شامل دي.

د کورنيو چارو د وزير په وينا په وژل شويو کسانو کې يو ترافيک و، چې د پوهنتون مخ ته په دنده بوخت و. ټپيان نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تېره اوونۍ هم کوټه کې يوه چاودنه شوې وه، چې له امله يې پنځه پوليس ټپیان شوي وو.

د راپورونو له مخې روان کال په بلوچستان کې د بمي چاودنو او بريدونو په ترڅ کې تراوسه له ۲۰ زيات پوليس وژل شوي دي.

ورته مطالب