تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه

د انځور حقوق

پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازه تر پرانيستل کېدو وروسته ټوله ورځ ګڼه ګوڼه د پخوا په څېر وه.

په دغه لاره تلونکي او راتلونکي وګړي او همدلته کارکوونکي سوداګر د دروازې پر خلاصېدو د خوشالۍ څرګندونې کړې.

د تورخم دروازه چې د اسلام اباد لخوا پرې د اغزن تار د لګولو تر هڅو وروسته يې افغان دولت مخالفت وکړ او پاکستان دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله، چې پرون د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشرجنرال راحيل شریف سره تر لیدنې وروسته پرانيستل شوه.

تر څلور ورځني بند وروسته د ډيورنډ کرښې پر تورخم دروازه نن دې غاړې ته هم تلونکي او راتلونګي وګړي او هلته سوداګر د دروازې پر پرانيستل کېدو خوشاله وو.

د تورخم دروازې دې غاړې سوداګر وايي، په دې څلورو ورځو کې يې ډېر زیات تاوان وکړ، خو وايي نن نه یوازې سوداګر بلکې ولسي وګړي هم پر تګ راتګ او تجارتي هلوځلو خوشاله وو.

يو سوداګر مجیب شنیواری چې په خیبر کې اوسېږي له بي بي سي سره يې په خبرو کې وویل "نن سوداګر او ولسي وګړي چې پر دروازه يې تګ راتګ کاوه، ټول خوشحاله وو".

د مجیب شينواري په خبره د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ لویه برخه د تورخم له لارې کېږي، چې د دروازې د بندېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو زيات زيان ليدلی دی.

د نوموړي په وينا، نن يې ډېر ناروغان په خپلو سترګو ولیدل، چې د کورنۍ له نورو غړیو سره په ډېره خوشالۍ د تورخم پر دروازه تګ راتګ کاوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند نفیس ذکريا د تېرې پنجشنبې په ورځ په اوونیزه خبري ناسته کې ویلي وو، "دا اغزن تار د دې لپاره لګوي چې په خبره يې پر تورخم دروازه په ناقانونه توګه د خلکو د تګ راتګ مخه ونیول شي".

دغه لار وړاندې تړل شوې وه چې پرون بېرته پرانيستل شوه او نن سهار له تړل کېدو وروسته يو ځل بيا پرانيستل شوه.

په سيمه کې د بي بي سي د خبريال په وينا حالات اوس هم ترينګلي ښکاري او خلک اندېښمن دي.

تردې وړاندې اسلام اباد پر ډيورنډ کرښه له چمن دروازې سره څېرمه هم مورچل جوړ کړی او په هغه وخت کې يې د دې مورچل موخه هم همدغه یاده کړې وه، چې پر ډیورنډکرښه دواړو غاړو ته پرتو قبیلو د اسلام اباد د دغې پرېکړې سخته غندنه کړې وه.

ورته مطالب