خيبر او ټانک کې د "امن لښکر" شپږ غړي وژل شوي

Image caption تراوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې

چارواکی وايي د ډيورنډ کرښې سره نژدې په خيبر کې د طالبانو پر ضد د"امن لښکر" د دو ډلو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې څلور کسان وژل شوي دي.

يوه سيمه ييز چارواکي بي بي سي ته ويلي، دغه پېښه د لنډي کوتل په لرې پرته سيمه زخه خېل کې شوې ده.

دغه کس زياتوي چې د حکومت پلوو دوو ډلو قومندانانو د ملاتړو تر منځ په کومه خبره لانجه راغلې او يو پر بل يې د درنو وسلو بريدونه کړي دي.

څو کاله وړاندې پاکستاني حکومت په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د "اورپکو" د له منځه وړلو د امن کمېټو يا امن لښکر جوړ کړی و. اوس په ډېرو سيمو کې دغه ډلې له منځه وړل شوې دي.

زخه خېل د لنډي کوتل يوه لرې پرته سيمه ده چې څو کاله وړاندې هلته وسله والو "اورپکي" واکمن وو.

چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو او د امن لښکر د عملياتو په ترڅ کې دغه سيمه اوسه له سخت دريځو پاکه شوې ده.

بلخوا د خيبرپښتونخوا په جنوبي برخه ټانک کې نامعلومو وسله والو کسانو د امن لښکر دوه غړي په ډزو وژلي دي.

د پوليسو د سرچينو په وينا، پېښه د ټانک په جندر سيمه کې رامنځ ته شوې، تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب