پېښور کې چاودنې درې کسان وژلي

د انځور حقوق AP

دخیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د یوې چاودنې پایله کې درې کسان وژل شوي دي.

ځايي پولیس وايي لومړني رپوټونه ښيي، چې وژل شوي کسان سخت دریځي وو.

یوه ځايي پولیس افسر مرجان علي خان بي بي سي ته ویلي دغو کسانو د ریګي تاڼې سفید سنګ روډ سیمې کې پر موټر سایکل سفر کاوه، چې چاودنه وشوه او ووژل شول.

د نوموړي په وینا د پېښې ځای کې یو ځانمرګي واسکټ، لاسي بم او یو ټوپک هم موندل شوي دي.

دغه پولیس افسر وايي د پېښې څرنګوالي په اړه معلومات یو ځای کېږي او وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه څنګه شوې ده.

د نوموړي په خبره په ظاهره داسې ښکاري، چې دغه کسان د کوم برید لپاره پر لاره وو، خو وايي په دې اړه د ثبوتونو موندلو هڅې روانې دي.

په یاده سیمه کې له دې مخکې هم د سخت دریځو فعالیتونه لیدل شوي، خو د بي بي سي خبریال وايي په دغو بریدونو کې ډېر زیان نه دی اوښتی.