نامعلومو وسله والو کراچۍ کې دوه پوليس وژلي

د انځور حقوق AP

چارواکي وايي د پاکستان کراچۍ ښار کې نامعلومو وسله والو کسانو د ترافيکو دوه پوليس په ډزو وژلي او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا، نامعلومو وسله والو کسانو د پوليسو پر کارکوونکو له نژدي ډزې کړې دي چې يو پوليس سملاسي مړ شوی او بل روغتون ته له لېږدولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او هلته يې د پلټې عمليات پيل کړي دي.

پوليس وايي د پېښې په ځای کې يې يو شمېر مرمۍ موندلې دي

تر دې وړاندې هم په کراچۍ کې په امنيتي ځواکونو او پوليسو بريدونه شوي. څه موده وړاندې هلته وسله والو يو امنیتي سرتېری په ډزو وژلی و.

د چارواکو په وینا ۲۰۱۳ کال په کراچۍ کې د اورپکو او مجرمينو پر وړاندې عمليات پيل شوي وو، چې له امله يې د دغه ښار په امنيتي حالت کې يو څه بدلون راغلی دی. خو د دې سربېره اوس هم دلته د وژنو پېښې رامنځ ته کېږي.

ورته مطالب