پاکستان وايي د ملا منصور د وژل کېدو په باب څېړنه کوي

Image caption له سیمې ځينې سرچینو بي بي سي ته ویلي پرون شنبه شاوخوا درې بجې د پاکستاني بلوچستان د نوشکي په مل ګچکي سیمه کې له تفتان څخه کوټې ته پرلاره پر يوه ټوډي کرولا ډوله موټر کې د اور لګېدو له امله دوه تن وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا بي بي سي ته ویلي د کوم خبر تاييد نشي کولی خو له رسنیو يې په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژنې راپورونه ترلاسه کړي او هڅه کوي چې ددغه برید او په هغه کې د ملا اختر منصور د وژنې په هکله معلومات راټول کړي.

هلته په بلوچستان ایالت کې بیا چارواکي چې نه غواړي نومونه يې خپاره شي، بي بي سي ته ویلي په پروني برید کې په وژل شویو کسانو کې د يوه کس پېژندګلوي شوې او د پاتې بل کس چې ګومان کېږي ملااختر منصور دی، لا يې هم پېژندګلوي نه ده شوې.

د بلوچستان د نوشکي سیمې مرستيال کمشنر شکیل خواجه خیل بي بي سي ته ویلي، له هغه موټر څخه يې يو پاکستانی پاسپورټ ترلاسه کړی چې دده په خبره د ولي محمد په نامه د یوه تن دی او تعلق يې د بلوچستان له کلا عبدالله سره دی، خو مرستيال کمېشنر او نه هم کوم بل چارواکي تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي چې دا څه ډول برید دی.

بلې خوا ته له سیمې ځينې سرچینو بي بي سي ته ویلي پرون شنبه شاوخوا درې بجې د پاکستاني بلوچستان د نوشکي په مل ګچکي سیمه کې له تفتان څخه کوټې ته پرلاره پر يوه ټوډي کرولا ډوله موټر کې د اور لګېدو له امله دوه تن وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره تر پېښې وروسته د سیمې خلکو لېوي چارواکي راغوښتي او تر هغه وروسته بیا له کوټې یوه پلټونکې ډله همدې سیمې ته غوښتل شوې، ځکه چې په دې موټر کې د اور لګېدلو لامل نه معلومېده.

تردې وروسته همدا دواړه مړي د شپې يوولس بجې د نوشکي سرکاري روغتون او وروسته د سهار څلور بجې د کوټې سرکاري روغتون ته لېږدول شوي چې د وژل شوي موټر چلوونکي پېژندګلوي د محمد اعظم په نامه سره شوې او کورنۍ ته مړی ورسپارل شوی دی.

ځينې چارواکي د سیمې د خلکو له خولې وايي تر دې پېښې وروسته او مخکې په سیمه کې مشکوکه الوتکې لیدل شوې او غږونه يې اورېدل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

تر دې وړاندې د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګون' په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور یې په یوه هوايي برید کې په نښه کړی.

ورته مطالب