ډورن برید: د وژل شوي موټر چلوونکي کورنۍ د امریکا پر ضد دعوا کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور تېره اوونۍ په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو

محمد اعظم هغه موټر چلوونکی و چې تېره اوونۍ د طالبانو له مشر ملا اختر منصور سره په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

اوس يې ورور محمد قاسم د نوشکي په يوه پولیسو تاڼه کې د امریکا ضد رپوټ درج کړی او غوښتنه يې کړې چې د امریکايي چارواکو ضد دې ګام واخیستل شي تر څو د ده په خبره د دوی کورنۍ ته انصاف ورکړل شي.

د تېري شنبې په ورځ د بلوچستان په مل نوشکي سیمه کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور په يوه امريکايي ډرون برید کې هغه مهال ووژل شو چې نوموړی له ایران څخه کوټې تر پر لاره و.

ویل کېږي چې ملا اختر منصور د کرايې په يوه موټر کې سفر کاوه چې په دغه موټر کې يو هم موټروان محمد اعظم او بل ملا اختر منصور سپور و. په دغه برید کې دواړه سپاره کسان وژل شوي وو او موټر ويجاړ شوی و.

د مل نوشکي پولیسو تاڼې چارواکو نن یکشنبې بي بي سي ته وویل، د وژل شوي موټروان محمد اعظم ورور محمد قاسم د دوي په تاڼه کې د امریکايي چارواکو پر ضد دا رپوټ درج کړی دی او د انصاف غوښتنه کوي.

دا ځکه چې محمد قاسم وايي، د ده ورور له وسله والو سره اړيکي نه درلودل او یوازې مزدوري يې کوله او ملا اختر منصور يې په کرایه له تفتان څخه کوټې ته وړ.

پاکستان له دغې پېښې وروسته یاد برید د دغه هېواد پر خپلواکۍ برید بللی و او په اسلام اباد کې يې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتی او ورته احتجاج ثبت کړی و.

ورته مطالب