د پېښور ناولې اوبه په لومړي ځل د ګوزڼ له وایروسو پاکې شوې

د انځور حقوق AFP

د خیبر پښتونخوا ایالت روغتیايي چارواکي وايي په لومړي ځل يې ددغه ښار په ناولو اوبو کې د پولیو وایروسو نښې نښانې نه دي موندلې او تر ډېر وخت وروسته د یاد ښار همدا ناولې اوبه له یاد وایروسه پاکې شوې دي.

د پولیو رنځ ضد ادارې مشر ډاکټر محمد اکرم شاه وايي، له تېرې څه مودې راهیسې د پېښور په ناولو اوبو کې د پولیو وایروس ډېرېده، خو وايي روان کال په اپرېل او مۍ مياشتو کې چې له دې ناولو اوبو کومې نمونې اخیستل شوې وې، په هغه کې دا وایروس زيات نه شو.

د ډاکټر محمد اکرم شاه په خبره د پېښور مسلم ټاون، لړمه او ډانډوو پول هغه سیمې وې چې مخکې يې په ناولو اوبو کې د پولیو یا ګوزڼ رنځ وایروس موندل شوي وو او ځکه نو هره دوې یا درې

میاشتې وروسته به ډاکټرانو ددغو اوبو نمونې لابراتوار ته استولې. د یاد ډاکټر په خبره دا لومړی ځل دی چې په دغو اوبو کې د ګوزڼ وایروس زبات شوي نه دي.

ډاکټر محمد اکرم شاه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، همدا د ګوزڼ رنځ پر ضد ددوی د هڅو پايلې دي خو زیاتوي ددې مطلب دا نه دی چې اوس یاد رنځ په بشپړه توګه ختم شوی.

د چارواکو په خبره پېښور ته اکثره وخت له افغانستان سره د خلکو تګ راتګ وي او که چېري داسې کوم ماشوم پېښور ته راشي چې د ګوزڼ رنځ ضد واکسین يې نه وي خوړلي، ښايي بېرته به

په ناولو اوبو کې همدا وایروس وموندل شي.

د انځور حقوق AFP

د خیبرپښتونخوا ایالت صحي چارواکي په داسې حال کې د پېښور ناولې اوبه د ګوزڼ له وایروسو پاکې یادوي چې څو اونۍ وړاندې د صحت نړیوالې ادارو چارواکو بي بي سي ته ویلي، په راتلونکو

څو مياشتو کې به په پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو کې په ماشومانو کې د ګوزڼ رنځ مخه ونیسي. یاد دوه هیوادونه د نړۍ يوازيني هیوادونه دي چې لاهم ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ پکې اغېزمن کېږي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب