مومندو ایجنسۍ کې درې کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د قبايلي سيمې مومندو ايجنسۍ په دوه جلا پېښو کې د یوه امنيتي سرتېري په ګډون درې تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.

په لومړۍ پېښه کې د طالبانو ضد لښکر د يوه مشر په ګاډي بمي چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپی شوی دی.

د مومند اېجنسۍ د لوړپوړي حکومتي چارواکي يا پوليټيکل اېجنټ د دفتر نه په يوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، پېښه د صافي ولسوالۍ په زيارت کلي کې رامنځته شوې.

ویناپاڼه کاږي، حکومت پلوی قبایلي مشر ملک ایاز له خپلو ساتونکو سره په موټر کې کې روان و، چې ګاډی یې په ریموټ کنټرول والوځول شو.

ځايي چارواکي وايي، پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دی. د پېښې پړه د پاکستان تحریک طالبان اړوندې (جماعة الاحرار) ډلې منلې ده.

په دویمه پېښه کې د یکه غونډ ولسوالۍ په کادو کور سیمه کې د ملېشې د ځواکونو چارواکی نوید د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوی.

په مومندو ایجنسۍ کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، چې په لړ کې یې پر امنیتي سرتېرو او حکومت پلوو قبایلي مشرانو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

درې ورځې وړاندې حکومتي چارواکو په یوه جرګه کې قبایلي مشرانو ته خبرداری ورکړ، که چېرې قومي مشران د خپلې دندې له مخې لاس په کار نه شي، نو حکومت به مومندو ایجنسۍ کې بیا پوځي عملیات پیل کړل.

(د ګډې ذمه وارۍ د قانون) له مخې قبایلي مشران پخپلو سیمو کې د قانون پلې کولو کې له حکومتي چارواکو سره مرسته کوي او سرغړوونکي د قانون منګولو ته سپاري.

مومندو ایجنسۍ کې له څه مودې راهیسې د شپې مهال ګرځبندیز لګول شوی او پر موټر سایکل دوه سپاره کسان نه پرېښودل کېږي.

ورته مطالب