د ملا اختر منصور د پاکستاني پاسپورټ په تړاو نیول شوي څلور کسان خوشي شوي

د انځور حقوق AP

د بلوچستان ایالت یوې محکمې هغه څلور کسان د تضمین بدل کې خوشي کړي، چې ډرون برید کې د افغان طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د پاکستاني تابعیت اسنادو د تایید په تور نیول شوي وو.

تېره میاشت د بلوچستان نوشکي سیمې کې د ملا اختر منصور له وژل کېدو وروسته معلومه شوه، چې نوموړي سره د پاکستان پيژندپاڼه ' شناختي کارت ' او پاسپورټ موجود وو.

نوموړي ته دغه اسناد د چمن سیمې د اوسیدونکي ولي محمد په نوم ورکړل شوي وو.

د افغان طالبانو وژل شوي مشر ته د پاکستاني پيژندپاڼې ورکړې له رپوټونو وروسته پاکستاني چارواکو وویل، چې پراخه څېړنه یې پیل کړې.

پاکستان کې د تابعیت اړوند اسنادو په اړه د څېړنې فدرالي ادارې ' ایف ای اې ' د جعلي اسنادو د ورکړې په تور اووه کسان نیولي وو، چې پکې یو شمېر متقاعد کسان هم شامل دي.

د یادې ادارې چارواکو په خبره له دوی نه دریو کسانو د تضمین بدل کې د خوشي کېدو لپاره غوښتنلیکونه محکمې ته سپارلي وو، چې ومنل شول.

دغو کسانو نه درې یې د رفیق ترین، عزیزاحمد او فرخ په نومونو یاد شوي.

د یادې ادارې سرچینې وايي، رفیق ترین د ملا اختر منصور د پاسپورټ، عزیزاحمد یې د پيژندپاڼې او فرخ په کراچۍ کې د هغه د ماشومانو پېژندپاڼو د تایید په تور نیول شوي وو.