بلوچستان کې درې شکنجه شوي مړي موندل شوي

د انځور حقوق b

د پاکستان د بلوچستان ایالت له کيچ سيمې څخه د دريو کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوی دي.

د ځايي چارواکو په وينا، وژل شوي کسان د کيچ سيمې اوسېدونکي دي. ويل کېږي دغه کسان څو مياشتې وړاندې نامعلومو کسانو تښتولي وو.

له ايران سره نژدې کيچ يوه له هغو سيمو ده چې له وړاندې په کې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي. په وروستيو کې د حالاتو د خرابېدو له امله د دغې سيمې په تاوتريخوالي کې هم زياتوالی راغلی دی.

د ځينو راپورونو له مخې دغه کسان يو مهال د يوې "اورپکې" ډلې غړي وو، چې څو مياشتې وړاندې له دغې ډلې جلا شوي او حکومت ته تسليم شوي وو.

د دغو دريو کسانو د وژلو پړه د بلوچستان د ازادۍ جبهې پر غاړه اخيستې. د دغې ډلې د يوه وياند له خوا رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويل شوي، دغه کسان پخوا د بلوچستان د ازادۍ جبهې غړي وو او څو مياشتې وړاندې حکومت ته تسليم شوي وو چې اوس یې د بلوڅانو د ازادۍ پر خلاف کار کاوه.

خو چارواکو تراوسه له کومې اورپکې ډلې سره د دغو کسانو د تړاو يا هم حکومت ته د تسليمدو په اړه څه نه دي ويلي.

وړاندې له بلوچستان څخه د لادرکه شويو کسانو خپلوانو ويلي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې له دغه ايالت څخه ۴۶۳ کسان په زوره لادرکه شوي دي.

د ورکو شويو بلوڅانو غږ مشر نصر الله بلوڅ ويلي وو، په تېر يوه کال کې په دغه ايالت کې له ۱۵۷ زيات شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.

خو حکومتي چارواکي بيا دغه شمېرې کمې ښيي.

ورته مطالب