د کوټې بريد: د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د بريد پړه منلې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو یوې ډلې ویلي دوی د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ځانمرګي برید کړی، چې پکې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شوو. روغتیا پالان وايي دغه برید کې نژدې ۱۲۰ نور کسان ټپیان دي.

چاودنه د ښار مرکزي ملکي روغتون ' سوول هسپتال ' د بېړنیزو پېښو ځانګې دروازې ته څېرمه شوې.

وژل شویو کې لږ تر ۱۸ وکیلان شامل دي، چې د مدافع وکیلانو ځايي ټولنې د مشر بلال انور کاسي وژل کېدو له کبله روغتون کې د مړي لیدو ته راغلي وو. وکیلانو دغه برید پر ( عدالت برید ) بللی دی.

بلال کاسی د کوټې مرکزې محکمې ته پر لاره و، چې دوو نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.

د انځور حقوق EPA

د طالبانو جماعت الاحرار نومي ډ‌لې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي د کوټې ملکي روغتون کې هم دوی برید کړی او ښاغلی کاسی هم دوی وژلی دی.

دغه ډله دوه کاله مخکې له پاکستاني طالبانو بېله شوه. دغې ډلې پروسږکال یوه پارک کې د ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و، چې پکې د ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق AP

بلوچستان چې د پاکستان تر ټوله بیوزله صوبه بلل کېږي له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي ښکار ده. تېرو اونیو کې د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیسو او وکیلانو په ګډون یو شمېر خلک ووژل شوو.

ښاغلي کاسي دغه بریدونه په کلکه غندلي وو. نومړي تېره اونۍ د یوه همکار وژلو پېښې په تړاو د احتجاج په توګه دوې اونۍ له محکمې سره پرېکون اعلان کړی و.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي بي بي سي پښتو ته وویل، په چاودنه کې د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

* د برید انځورونه

د رپوټونو له مخې په دغه چاودنه د بلوچستان ایالت د قانون پوهانو د اتحاديې پخوانی مشر بازمحمدکاکړ هم وژل شوی دی.

په وژل شویو او ټپیانو کې هغه مدافع وکیلان او خبریالان هم دي، چې د بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر راغونډ شوي وو.

شننه: محمد الیاس خان بي بي سي نیوز اسلام اباد

د انځور حقوق Reuters

دا چې د دغه برید تر شا څوک دي؟ ښايي د څېړونکو لپاره به یې معلومول ګران وي، ځکه د حکومتي ادعاوو برعکس دغه هېواد کې د بېلو سخت دریځو وسله والو ډلو پټنځایونه شته.

خو ډېری شنونکي په دې اند دي، چې ښايي د دوشنبې ورځې برید، چې په ظاهره وکیلان یې په نښه کړي، د پاکستاني طالبانو په څېر یا د ورته هغو وسله والو ډلو کار یي، چې پراخه اجنډا لري.

ځايي شنونکي وايي ښايي وکیلان له دې کبله په نښه شوي وي، چې دوی د امنیتي ځواکونو د کسانو پرتله له لږو احتیاطي تدبیرونو برخمن نه دي او دا چې وکیلان د ټولنې هغه برخه ده، چې پری شوی برید په اسانۍ سره د ډېرو پام ځانته وراړوي.

یو شمېر ځايي چارواکي پر هند تور پورې کوي، چې ښايي د دغه ډول بریدونو تر شا لاس ولري، خو هند دغسې تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

دا وروستیو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له ادعاوو سره سره د کوټې خونړي برید ته په داسې نظر کتل کېږي، چې پاکستان کې لا هم سخت دریځو ته ماتې نه ده ورکړل شوې.

درې کاله مخکې همدغو ورځو کې کوټه کې له ورته تکتیکونو سره یو برید وشو. په هغه برید کې وسله والو یو پولیس افسر وواژه او وروسته د هغه د جنازې مراسمو کې ځانمرګي برید وشو، چې پایله کې یې ۳۰ کسان ووژل شوو. د هغه برید ډېری وژل شوي کسان پولیس افسران وو. پاکستاني طالبانو ویلي و، چې هغه برید دوی کړی و.

Image caption د قانون پوهانو د اتحاديې پخوانی مشر بازمحمدکاکړ

په دغه چاودنه کې د 'اج' په نامه د یوه شخصي ټلوېزیون کامره چلوونکی شهزاد خان هم وژل شوی او د یوه بل 'ډان' ټلویزیون کامره چلوونکی محمود سخت ټپي شوی دی. د 'دونیا' په نامه یو بل ټلویزیون بیا وايي، ددوی یو خبریال فریدالله هم سخت ټپي شوی دی.

د انځور حقوق AFP

له چاودنې وروسته ډزې هم شوې. تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د پاکستان پولیسو ویلي، اټکل کوي دا ځانمرګی برید و.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی دی: "هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دې ایالت کې ټیکاو او سوله ته زیان ورسوي. بلوچستان کې خلک، پولس او امنیتي ځواکونه د هېواد لپاره سرښندنې ته چمتو دي".

په وروستیو کې کوټه کې ګڼ بریدونه شوي، چې د ځینو پړه په بېلتونپالو اورپکو اچول کېږي.

په وروستیو بریدونو کې ځینې مدافع وکیلان په نښه شوي.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

چاودنه داسې مهال شوې چې له روغتون بهر ځینې مدافع وکیلان هم حاضر وو.

غبرګونونه

کوټه کې د بي بي سي خبریال وايي، د دوشنبې په ورځ د مدافع وکیلانو ټولنې مشر بلال انور کاسي د کوټې منو جان پر سړک د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

زموږ خبریال وايي، د بلال انور کاسي مړی د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شوی و او بهر ګڼ مدافع وکیلان ورته ولاړ وو چې چاودونه وشوه.

د بلوچستان یوه حکومتي ویاند انوار الحق کاکړ د پاکستان تلوېزیون ته وویل، تر اوسه د چاودنې ډول نه دی روښانه شوی.

دی وايي، ځینې ټپیان د بولان میډیکل کالج او سي اېم ایچ روغتون ته لېږدول شوي.

ویاند زیاتوي، له روغتون بهر مدافع وکیلان او خبریالان هم حاضر وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption زموږ خبریال وايي، د بلال انور کاسي مړی د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شوی و او بهر ګڼ مدافع وکیلان ورته ولاړ وو چې چاودونه وشوه.

ورته مطالب