پاکستانۍ 'ماشوم پلورونکې ډله' نیول شوې

پاکستاني پولیس وايي، د روغتون یوشمېر داسې کارکوونکي یې نیولي، چې پېښور کې د نویو زیږېدلو ماشومانو د خرڅولو په چاره کې یې لاس درلود.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، دغې ډلې روغتونونو او د میندو پالنې کورونو کې مړه شوي ماشومان له نویو ماشومانو سره بدل کړي او د هغوی والدینو ته یې ویلي چې ماشوم یې مړ شوی.

وروسته دغه ماشومان پر بې اولاده مور او پلار د ۷۰۰۰۰-۳۰۰۰۰۰ پاکستاني روپیو بدل کې پلورل شوي.

په وروستیو کې پاکستان د ماشومانو د تښتونې د ډېرو پېښو شاهد دی.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، د غلا شویو ماشومانو په اړه یې ګڼ شکایتونه ترلاسه کړي.

ځینو هغو میندو ته – چې صحتمند ماشومان یې زیږولي له زیږون څو ساعته وروسته ویل شوي چې ګني ماشومان یې مړه شوي دي.

په نیولو شویو کې پنځه مېرمنې او دوه سړي دي، چې یو پکې نرس، دوه روغتیايي کارکوونکي او یو بل هغه کس دی چې د بې اولاده مور او پلار او خرڅوونکو ترمنځ یې معاملو ته لاره هواروله.

په وروستۍ پېښه کې یوه تښتول شوې نجلۍ د یادې ډلې له یوه ساتنځي ژغورل شوې ده.

پولیس وايي، دغې ډلې نهه نوي زیږېدلي ماشومان تښتولي او خرڅ کړي دي.

د پولیسو په وینا، یادې ډلې د نوښار، پېښور، مردان او اسلام اباد سربېره په ځینو نورو سیمو کې هم فعالیت او اړیکي لرل.

ورته مطالب