پښتونخوا حکومت: د افغان کډوالو ځورول مو تګلاره نه ده

د انځور حقوق AP
Image caption پرویز خټک وايي، په پښتونخوا کې افغان کډوال ددوی لپاره ستونزه نه، بلکې هغه کډوال ستونزه ده، چې د ده په خبره ثبت یا راجسټر شوي نه دي

د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویزخټک وايي، په پښتونخوا کې د پولیسو او امنيتي ارګانونو له لوري د افغان کډوالو ځورول د دوی د ایالتي حکومت نه تګلاره ده او نه هم د دوی حکومت غواړي، چې دا کډوال دي په زوره له دغه ایالته و ایستل شي.

پرویز خټک دا خبرې د سې شنبې په ورځ په پېښور کې د ټولو سیاسي ګوندونو د استازیو تر ګډې غونډې وروسته له خبریالانو سره وکړې.

ښاغلی خټک زیاتوي، په پښتونخوا کې افغان کډوال ددوی لپاره ستونزه نه، بلکې هغه کډوال ستونزه ده، چې د ده په خبره ثبت یا راجسټر شوي نه دي. خو نوموړي اعلان وکړ چې د نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې به هغه افغانان چې راجسټر شوي نه دي، هغوی هم د پولیسو لخوا په چاپو کې نه نیول کېږي.

Image caption دا وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي

د ده په خبره که دغه کډوال وهم نیول شي، پرضد به يې رپوټ نه ثبتېږي.

پرویز خټک وايي، په دغه غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مومند په مشرۍ يوه کمېټه جوړه کړې، چې له دغې کمېټۍ سره به د افغان کډوالو مشران او پولیس چارواکي هره اوونۍ ويني او د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو په هکله به ورته معلومات ورکوي.

د انځور حقوق AP
Image caption پروېز خټک وايي، د نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې به هغه افغان چې راجسټر شوي نه دي، هغوی هم د پولیسو لخوا په چاپو کې نه نیول کېږي.

پرویز خټک زیاتوي په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هغو افغان کډوالو کورونه او دوکانونه چې دوی يې پلورل غواړي، هغوی ته به هم داسې زمينه برابروي چې څوک يې ور څخه په ارزانه بیه وانه خلي.

په دغه غونډه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند په ګډون، عوامي نشنل ګوند، قومي وطن ګوند او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو استازیو ګډون درلود. د پښتونخوا حکومت دا غونډه تر هغه وروسته رابللې چې په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو مشرانو په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره لیدلي و او هغه ته يې شکایت کړی و، چې په پښتونخوا کې يې پولیس ځوروي.