پاکستان: له افغانستان سره پر پوله سلګونه نورې امنیتې پوستې جوړوو

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ ۱۸ مهمې لارې دي او پر دغو ټولو به دراوزې ولګولې شي ډګر جنرال عاصم باجوه

د پاکستان پوځ وايي، قبایلي سیمو کې د سخت دریځو پر ضد له پوځي عملیاتو وروسته اوس غواړي له افغانستان سره پر پوله سلګونه نورې امنیتي پوستې ورغوي او د پوله ساتو ځواکونو وړتیا به ډېره کړي.

راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې د پاکستاني پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه وویل، له اورپکو څخه د قبایلي سیمو له پاکولو وروسته اوس د پولې چارو ته توجه کوي، چې یوه بل لور ته د وسله والو سخت دریځو د تګ راتګ مخنیوی وشي. د نوموړي په وینا:

''د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ ۱۸ مهمې لارې دي او پر دغو ټولو به دراوزې ولګولې شي، چې د ګمرکونو او د پاکستان مرکزي احصایې ادارې ( ناردا ) کارکونکي به دغو سیمو کې وګومارل شي.''

نوموړي دغه راز وویل، 'پاکستان پوځ پر پوله د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوي لپاره کوچنۍ کلاګانې او دروازې جوړوي، د ځواکونو شمېر ډېروي، خو په وینا افغانستان په دې لړ کې اړین اقدامات نه کوي.'

د انځور حقوق AFP
Image caption له افغانستان سره پر پوله سلګونه امنیتي پوستې او کوچنۍ کلاګانې جوړوو. ډګر جنرال عاصم باجوه

د سخت دریځو پر ضد له پاکستانه د فعالیت نړیوالو غوښتنو په اړه ښاغلي باجوه وویل:

''نړیوال باید زموږ پر وړاندې دوه مهمې ننګونې درک کړی، یوه دا چې موږ له افغانستان سره ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده پولو لرو، دواړو لوریو ته د سیمې خلک تګ راتګ کوي، چې اوس د پولې تګ راتګ چارو سمبالښت لپاره سلګونه پوستې رغوو، بله دا چې دلته ۳۰ لکه افغان کډوال مېشت دي او که کوم سخت دریځی دغو کډوالو کې پټ شي، موندل یې ګرانه چاره ده، خو نژدې راتلونکي کې به د کډوالو له ستنېدو وروسته تر ډېره حده دغه ستونزه هواره شي.''

ښاغلي باجوه زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدو لپاره اړینه ده، چې د پاکستان استخباراتي ادارې ' ای ایس ای ' او د افغانستان د ملي امنیت ادارې تر منځ همکاري موجوده وي.

د جنرال باجوه په خبره' اسلامي دولت نومي ډلې یا ' داعش ' پاکستان کې د مرکز جوړولو هڅه وکړه، خو په خبره یې پاکستاني امنیتي ادارو یې دغه هڅه شنډه کړه او د دغې ډلې سلګونه غړي یې ونیول، چې ډېری یې پاکستانیان او یو شمېر افغانان، عراقیان او سوریایان هم پکې شامل وو.

ورته مطالب