پېښور او مردان کې ځانمرګو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پېښور په کرسچین کالونۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا دا مهال د پلټنې عملیات روان دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور او مردان سیمو کې په دوو بېلابېلو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور وژبل شوي دي.

ددغه ایالت د چارواکو په خبره نن سهار (سنبلې/وږي ۱۲مه) د پېښور په کریسچین کالونۍ کې څلور ځانمرګي بریدګر ننوتي و، خو امنيتي سرتېرو څلور واړه ووژل.

تردې وروسته یوه بل ځانمرګي بریدګر د مردان ولسوالۍ پر محکمې برید کړی او لږ ترلږه ۱۰ کسان یې وژلي او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل کړي دي.

د مردان د پولیسو مشر فیصل شهزاد بي بي سي ته وویل، بریدګر لومړی د محکمې پر دروازه د لاسي بم برید وکړ چې پکې پر دروازه ولاړ یو شمېر پولیس سرتېري ټپيان شول.

د فیصل په خبره تر بمي برید وروسته ځانمرګی د محکمې ودانۍ ته ننوت، چې ورپسې ټپي پولیسو ډزي هم کړې، خو هغه چاودېدونکو توکو ډک واسکټ والوزاوه.

د پولیسو دغه چارواکي وویل، په دغه برید کې په وژل شویو لسو کسانو کې ولسي وګړي، پولیس او وکیلان شامل دي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

تر برید وروسته د محکمې قاضیان او مدافع وکیلان په سختو امنيتي تدابیرو کې ایستل شوي او خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

په پېښور او مردان کې دا ځانمرګي بریدونو یواځې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه په یوه خبري غونډه کې ویلي و، په دغه هیواد او قبایلي سیمو کې يې سخت دريځي وسه لوال ځپلي او دده په ټکو د هغوی ملاوې يې ورماتې کړې دي.

ددغه هېواد د پوځ لخوا نن سهار رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي، امنيتي ارګانونو د پېښور په کریسچين کالوني نومې سیمه کې څلور واړه ځانمرګي بریدګر وژلي دي.

د پاکستاني پوځ په خبره په دغه برید کې یواځې دوه ملېشه سرتېري، یو پولیس او دوه شخصي ساتونکي ټپي شوي خو ولسي وګړیو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پېښور د کریسچين کالونۍ د برید مسوولیت رسنیو ته له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الحرار قبول کړی، خو د مردان د برید مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.

ورته مطالب