مومندو کې بريد، يو امنيتي ساتونکی وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په مومندو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امنيتي سرتېرو يو ځل بيا بريدونه ډېر شوي

چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته نژدې په مومندو کې پر امنيتي ځواکوونو د ريموټ کنټرول بريد له امله يوه ساتونکی وژل شوی دی.

ويل کېږي دغه چاودنه يکشنبې (۴ اګست) د ساپي په کوز چمرکند سيمه کې شوې ده.

د ساپي سيمې يوه چارواکي محمود شاه بي بي سي ته ويلي، "د مليشه ځواکونه زربادشاه له يوې نړېدلې ودانۍ تر څنګ تېرېده چې هلته له وړاندې خښ شوی ريموټ کنټرول بم پرې والوت چې په ترڅ کې يې نوموړی ووژل شو.

دی وايي، دغه کور د يوه "اورپکي" و چې څو ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو له خوا په چاودېدونکو توکو له منځه وړل شوی و.

په مومندو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امنيتي سرتېرو يو ځل بيا بريدونه ډېر شوي دي. په ډېرو بريدونو کې امنیتي ساتونکي، حکومتي کارکوونکي او يا هم قومي مشران په نښه کېږي.

د ډېرو دغو بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې پر غاړه اخلي.

څو کاله وړاندې په مومندو کې له پوځي عملياتو وروسته سيمه له وسله والو اورپکو پاکه شوې وه خو له دغو نويو بريدونو وروسته په سيمه کې يو ځل بيا وېره خپره شوې ده.

بلخوا پوليس وايي د خيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې وسله والو يو کس په ډزو وژلی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption څو کاله وړاندې په مومندو کې له پوځي عملياتو وروسته سيمه له وسله والو اورپکو پاکه شوې وه خو له دغو نويو بريدونو وروسته په سيمه کې يو ځل بيا وېره خپره شوې

ځايي سرچينې وايي وژل شوی کس د طالبانو ضد امن لښکر غړی و، خو پوليسو د دغې خبرې له پخلي انکار کړی دی، دوی وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.

په دغه سيمه کې هم د امن لښکر پر غړو بريدونه ډېر شوی دي.

ورته مطالب