کډوال،‌ له هغو افغانانو سره به څه کېږي چې پاکستاني ښځو او نارینه وو سره یې ودونه کړي

Image caption تېره اونۍ پاکستاني مېرمنو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې ددوی بچيانو او مېړونو ته ددې هېواد تابعیت ورکړي.

د افغان کډوالو د هستوګنې په اړه د پاکستان لخوا اعلان شوې وروستۍ نېټې هغو افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ د کورنیو اړیکو پرې کېدو اندېښنې راولاړې کړې دي چې سره خپلوۍ لري.

په تېرو څه دپاسه درېیو لسیزو کې چې د افغانستان خلک پاکستان ته ګډوال شوي، زرګونو افغانانو هلته له پاکستاني ښځو او نارینه وو سره ودونه کړي.

اوس چې پاکستان ویلي، افغان کډوال د راتلونکي ۲۰۱۷ کال د مارچ تر پایه پاتې کېدای شي، نو دا کورنۍ وېره لري چې د کلونو رشتې (خپلوۍ) یې ماتې شي او د پلار او مور او بچو (اولادونو) ترمنځ د بېلوالي لامل شي.

تيره اونې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پيښور کې هغو پاکستاني ميرمنو احتجاجي مظاهره (لاریون) وکړه چې د افغانستان له وګړو سره یې ودونه کړې دي.

مظاهره چيانو د حکومت نه د دوې میړونو او بچيانو ته د پاکستاني شهريت (تابعیت) ورکولو غوښتنه کوله.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

خو د پاکستان حکومت رسمي پالیسې دا ده چې که افغانان له پاکستاني نجونو سره ودونه هم وکړي، هغوی او د هغوی ماشومانو ته ددغه هېواد تابعیت نه ورکول کېږی.

د خيبر پښتونخوا د هنګو ولسوالې اوسيدونکې اسيه وایي، ۲۴ کاله وړاندې یې له یوه افغان سره واده وکړ او هېڅکله یې ګومان نه کاوه چې په ژوند به له داسې یوه کړکېچ سره مخامخه شي.

Image caption اسیې له افغان سره واده کړی او وایي چې هېڅکله یې دا تصور نه کاوه چې یوه ورځ افغانستان ته د تګ ورته وویل شي

نوموړې چې په يوه غير دولتي موسسه (ان جې او) کې کار کوې واېې؛ دا خپله او ډېرې نورې پاکستانۍ نجونې چې د ژوند ملګري یې د افغانستان دي، له پاکستان نه هغوی سره وتلو ته چمتو نه دي.

اسیې وویل، که ميړه یې افغانستان ته لاړ شي، نو خپل بچيان هم ځان سره وړي، "خو زما بچي له سره مغزو ته دا خبره راولې نه چې مونږ به افغانستان ته لاړ شو. دا ډيره ګرانه خبره ده، ډيره سخته ده".

د آسیې ماشومان هم همداسې وایي.

پاکستان او افغانستان د دوو اسلامي ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ ژور فرهنګي، تاریخي او ژبني اړیکې لري او پردې سربېره ترډېره د ډیورند پولې دواړو غاړو کې د خلکو ترمنځ قومي اړیکې هم شته چې پرې کېدل یې ناشونې برېښي.

په پېښور کې مېشت یوه افغان نقيب الله مختار بې بې سې ته ووېل؛ د افغانستان د کډوالو په اړه د پاکستان نوې تګلارې د ډيرو خپلوانو پاکستانېانو او افغانانو ژوند اغېزمن کړی.

Image caption مختار وایي، د پاکستان حکومت د تابعیت پالیسۍ ډېرې کورنۍ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي

مختار وایي، ددوی په ګاونډ کې یوه افغان چې نژدې ۳۰ کاله وړاندې یې له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره واده کړی و، غوښتل یې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، خو مېرمن یې ورسره تګ ته چمتو نه وه او "بالاخره، هغه خپله ښځه او بچیان پرېښودل او خپله افغانستان ته لاړ."

دا چې ددې ستونزې د حل لپاره به کومه لاره چاره ولټول شي او یا هم د پاکستان حکومت به خپلې پالیسۍ کې بدلون راولي کنه، د اوس لپاره یې په اړه وړاندوینه ګرانه ده.

معترضو مېرمنو په خپلو شعارونو کې ویل چې که پاکستان کې د هند اتباعو ته تابعیت ورکول کېږي، نو د پاکستاني ښځو اولادونو او مېړه ته ولې نه ورکول کېږي.