کوټه کې د اختر قربانۍ غوښو پېر او پلور

د انځور حقوق
Image caption د دغو غوښو پېرونکي او پلورنکي وايي د بیوزلۍ له کبله د قربانۍ د غوښو پیر او پلور کوي

د لوی اختر په ورځ معمولاً د قرباني غوښه د خیرات په توګه وېشل کېږي، خو د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې داسې هم لیدل شوي، چې دغه غوښه د پېسو بدل کې پلورل کېده.

د قرباني دغه غوښې په باچا خان څلور لارې کې پلورل کېدې او هغه کسان یې پېرلو ته راتله، چې د قربانۍ څارویو رانیولو توان یې نه درلود. د دغو غوښو پلورونکي بیا هغه کسان وو، چې د اختر په ورځ یې د سیمې له کورونو د خیرات په توګه دغه غوښې راټولې کړې وې.

د انځور حقوق
Image caption دغه غوښې له تول پرته پلورل کېدې

د دغو غوښو یوه پلورونکي وویل، بیوزله سړی دی، په خیرات کې یې غوښې موندلې او اوس غواړي د خوړلو پر ځای یې د یو څو پېسو بدل کې وپلوري.

د هغه په خبره په دې پېسو به یې تر دوو اونیو د کور لګښت پوره شي. یوه مشتري بیا ویل، چې د قربانۍ رانیولو توان یې نه درلود، ماشومانو یې غوښه غوښته، ځکه دغه ځای ته د غوښې پېرلو لپاره ورغلی دی.

هغه وویل، دلته غوښه ارزانه ده، ځکه یې د خپلو ماشومانو لپاره له دغه ځایه رانیسي. دغه غوښې له تول پرته پلورل کېدې.