د مومند ایجنسۍ برید مسوولیت 'جماعت الاحرار' ډلې ومانه

د پاکستان قبايلي سيمې چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته څېرمه مومندو کې د جمعې لمانځه پر مهال يو ځانمرګی بريد شوی چې لږ ترلږه ۲۸ تنه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي بريد انبار سيمه کې هغه مهال شوی چې خلک په ګل جومات کې د لمانځه ادا کولو لپاره راټول شوي وو.

د بي بي سي اردو خبريال رفعت الله اورکزي په وينا د جماعت احرار ډلې د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې، دوي ويلي په دغه بريد کې يې د امن کمېټې غړي په نښه کړي.

څو کاله وړاندې پاکستاني حکومت په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د "اورپکو" د له منځه وړلو لپاره د امن کمېټې يا امن لښکر جوړ کړی و. اوس په ډېرو سيمو کې دغه ډلې له منځه وړل شوې دي.

ویل کېږي د چاودنې پر وخت جومات کې شاوخوا ۲۰۰ تنه لمونځ کوونکي موجود وو.

وژل شوي او ټپيان روغتون ته وړل کېږي، خو د سختو لارو له امله د ژغورنې هڅې له ستونزو سره مخ دي.

رويټرز خبري اژانس د يوه ځايي چارواکي نويد اکبر له خولې ويلي، ځانمرګي بريدګر تر چاودنې وړاندې د "الله اکبر" ناره کړې وه چې وروسته يوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه.

ويل کېږي يوه اوونۍ وړاندې په دغه سيمه کې پر يوه قبايلي مشر ملک محمد دوو موټر سايکل سپرو وسله والو بريد کړی و چې په ځوابي ډزو کې يو بريدګر وژل شوی او بل نيول شوی و.

د پوځ په وينا له عملياتو وروسته دغه سيمه له وسله والو اورپکو پاک شوې وه، خو د دې سربېره اوس هم په شاوخوا سيمو کې ځينې پېښې تر سترګو کېږي.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې ویلي دغه برید دوی کړی دی. جماعت الاحرار نومې ډلې ویلي دغه برید کې یې غوښتل د هغې ځايي ملېشې مشران په نښه کړي، چې حکومتي ملاتړ ورسره دی.

لوکړي وزیر نوازشریف دغه برید سخت غندلی او هغه ژمنه یې تکرار کړې، چې حکومت به د سخت دریځۍ ضد جګړې کې پر خپل دریځ کلک پاتې شي.

ورته مطالب