په اختریزو مېلو کې د هګیو جنګولو دودیزه لوبه

د انځور حقوق
Image caption د هګیو جنګولو لوبه د سیمې له خورا لرغونو لوبو یوه بلل کېږي

د هګیو پورته کولو پر مهال د هګیو نازکوالي ته په پام سره له خورا احتیاطه کار اخیستل کېږي، خو په کوټه او شاوخوا سیمو کې برعکس همدغه نازکې هګۍ جنګول کېږي.

که څه هم اوس په کې یو څه لږوالی راغلی، خو د هګیو جنګولو لوبه د سیمې له خورا لرغونو لوبو یوه بلل کېږي. معمولاً هګۍ د اخترونو په میلو کې جنګول کېږي.

دغه هګۍ له جنګولو مخکې په اوبو کې اېشول کېږي او وروسته رنګ هم ورکول کېږي.

له پخولو وروسته د یوې هګۍ دواړه لوري له بلې هګۍ سره جنګول کېږي، خو لومړیتوب یې تېره لوري ته ورکول کېږي، چې د هګۍ 'سرک' یې بولي.

د انځور حقوق
Image caption له پخولو وروسته د یوې هګۍ دواړه لوري له بلې هګۍ جنګول کېږي

د هګیو له جنګونکو دوو کسانو نه یو یې هګۍ په موټي کې نیسي او بل ورسره هګۍ له پاسه وهي.

د لوبې له اصولو سره سم هره هګۍ چې ماته شي هغه بایللې بلله کېږي او مقابل لوري ته ورکول کېږي.

د کوټې کیقباد سړک اختریزې میلې کې یو ګډونوال ذاکرحسین وايي، د هګي کلکوالی له جنګولو مخکې د غاښونو له لارې معلومیږي: '' ځینې هګې کمزوري وي یا ماتې وي، کله یې چې له هګیو سره وهو، معلومیږي، چې څومره کلکه ده. ''

ذاکر حسین وايي، هغه څوک چې ډېرې هګۍ وګټي بیا پلوري هم.

د انځور حقوق
Image caption د هګۍ کلکوالی په غاښ معلومیږي

ایوب وردګ چې دغې مېلې ته له ماشومانو سره راغلی و وايي:

'' د هګیو جنګ لوبې ماشومتوب را یاد کړ، ځکه دغې لوبې ته کېناستم، دغه لوبه مې ډېره خوښه ده او زه په کې ډېره تجربه لرم.''

نوموړي خپل څنګ ته پرتو ګڼو ماتو هګیو ته اشاره وکړه وايي، دغه ټولې هګۍ مې ګټلې دي او کور ته یې وړم.

د اختریزو میلو پر مهال نن سبا له ګڼو پخوانیو لوبو اوس ایله د هګیو جنګولو لوبه کله نا کله تر سترګو کېږي.

ورته مطالب