تورخم: د ویزې له شرط وروسته ټرانسپورټرانو د کاروبارو درولو ګواښ کړی

د انځور حقوق
Image caption تورخم کې د ټرانسپورټرانو او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې شوې، چې وايي بې پایلې وې

د افغانستان او پاکستان ټرانسپورټ اتحادیو د تورخم له لارې د باروړونکو ګاډو چلوونکو لپاره د پاکستان ویزا موضوع پر سر د خبرو له ناکامۍ وروسته ګواښ کړی، چې له راتلونکي میاشتې وروسته به د مالونو لېږد رالېږد پرېږدي.

د خیبر ټرانسپورټ اتحادیې مشر شاکر اپریدي بي بي سي ته ویلي پاکستاني چارواکو له افغانستانه راتلونکو باروړونکو ګاډو چلوونکو لپاره د ویزې شرط ایښی، خو په وینا یې د ګاډو درلودونکي نه خو دغه پرېکړه مني او نه هم د دغې پرېکړې عملي کول شوني دي.

د هغه په خبره دې لړ کې پرون تورخم کې د ټرانسپورټرانو او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې شوې، چې په وینا یې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د انځور حقوق AP
Image caption ټرانسپورټران وايي په تورخم کې له بندیزونو وروسته سوداګري اغېزمنه شوې

ښاغلی اپریدی وايي، په دغو خبرو کې د افغانستان له لوري هم د بارچالانۍ کاروباریانو ګډون کړی و. شاکر اپریدی وايي له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ ګاډو چلونکو او کلینرانو بې وېزې تګ راتګ کاوه، چې وايي اوس ورته ناڅاپه د پاسپورټ او ویزا درلودلو شرط ايښودل مناسبه چاره نه ده.

د ښاغلي اپریدي په وینا افغان ټرانسپورټرانو هم ګواښ کړی چې که دوی ته له ویزا او پاسپورټ پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه ور نه کړل شي، دوی به افغانستان ته د پاکستاني ګاډو د ننوتو مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا دواړه هېوادونو حکومتونه باید ټرانسپورټرانو ته یو څه وخت ورکړي او د دغې موضوع د حل لپاره مناسبې هلې ځلې وکړي.

نوموړي ګواښ وکړ، که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه بدله نه کړي، د راتلونکي میاشتې له پیله به افغانستان ته د توکو لېږد رالېږد په بشپړه توګه ودروي.

ځايي ټرانسپورټران وايي مخکې به هره ورځ له پنځو سو تر اوو سوو پورې ګاډي له تورخمه تېرېدل، خو په تورخم کې د وروستیو پېښو له کبله اوس دغه تګ راتګ کې پام وړ لږوالی راغلی دی، چې ورسره دوه اړخیزه سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.

ورته مطالب