په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لندن کنفرانس او افغانستان سره د مرستو ژمنې

افغانستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ژمنتیا لپاره به سبا ته په لندن کې نړيوال کانفرانس پيليږي.

دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې امريکا او ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت راغونډوي او دا هېواد یوه نوي پړاو ته داخليږي.

په تېرو ١٣ کالو کې په بيلابېلو برخو کې له افغانستان سره پراخې مرستې شوې دي، خو ډير نیوکه کوونکي ادعا کوي چې دا مرستې تر ډېره پر ځاى نه دي لگېدلې.

د مدني ټولنې يو فعال او د افغانستان د ډاکټرانو د اتحادېې مرستيال خوشال تسل وايي هر ډول مرستې چې افغانستان سره کيږي بايد نړيواله څارنه پرې ډېره شي.

ښاغلى تسل چې د لندن کنفرانس کې د گډون لپاره راغلى د بي بي سي سټوډيو کې عنايت الحق ياسيني سره مرکې کې دا خبرې کړي دي.