په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان معلولینو ستونزې څه دي؟

افغان حکومت وايي اوس څه باندي ١٠٠ زره معلولين له دوى سره ثبت دي او تنخوا ورکول کېږي.

د ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو د چارو سرپرست وزير واصل نور مومند چې د معلولينو د نړيوالې ورځې په اړه يې خبرې کولې وويل:

افغانستان کې د معلولينو شمېر ډير زيات دى او د ټول نفوس دوه اعشاريه اووه فيصده وگړي په يو نه يو ډول معلول دي.

ده وويل چې معلولينو ته په منظم ډول معاش ورکول کېږي.

خو د افغانستان د معلولينو ځينې ټولنې دا نه مني.

د معلولينو د حقونو يو فعال اسدالله امرخيل ادعا کوي له نړيوالو مرستو سره سره افغان معلولين له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او تر څو چې د هغوی لپاره خپلواکه اداره جوړه نه شي ستونزې به يې همدا شان دوام کوي.

ښاغلي امرخيل زمونږ همکارعنايت الحق ياسيني سره مرکې کې دا خبرې کړې دي.