په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا د ملي یووالي حکومت د فساد ریښې پرې کړي؟

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې یو کال تېر شو خو د فساد ریښې په بشپړه توګه ندي وچې شوي.

فساد یوه داسې ستونزه ده، چې په تېر حکومت کې هم افغانان ترې کړېدل، خو دغه نوي حکومت ته ډېرې هیلې وې، چې ریښې به یې پرې کړي.

د یوه کال په تېرېدو افغانان لا هم په دولتي ادارو کې بډې او درغلۍ یوه لویه ستونزه بولي.

د حقوقي چارو کارپوه غلام دستګیر هدایت وايي ا د افغانستان په څير هېواد کې د پراخ فساد ریښې په یوه ورځ نه ایستل کیږي او دا وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي هدایت په افغانستان کې د اداري فساد د پراخېدو د لاملونو په اړه زموږ همکار خوشحال تایب وويل: