په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسو غږ: آیا د ملي یووالي حکومت د فساد په مخنیوي بریالی شوی؟

د یوه کال په تېرېدو افغانان لا هم په دولتي ادارو کې بډې او درغلۍ یوه لویه ستونزه بولي.

نړیواله ټولنه هم په دې ټینګار کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه اړینه ده.

نړیوالو له افغان حکومت سره خپلې ډېری مرستې هم د اداري فساد ضد مبارزې په اغېزمنتیا پورې تړلې دي.

خو دا چې ډېر خلک په دې برخه کې د حکومت پر وړتیا شک لري، داسې وېره هم شته، چې دا شرط له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو ته هم لاره اوارولای شي.