دا بام کورونو ته د لمري برېښنا د رسولو اغېزناکه لار بلل شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لمري برېښنا دا تختې د شنه رنګ په ځای ډول ډول رنګونه لري.

د امریکا د ټیکنالوجۍ کمپنۍ ټیسلا اجرايي مشر الن مسک له هغه بام پرده پورته کړه، یا پرانیسته یې وکړه چې د لمري برېښنا (سولر انرژۍ) له تختو جوړ شوی دی.

د لمري ټیکنالوجۍ تر اوسمهالي کارولو به له شیشو جوړې دا کاشۍ (د لمري برېښنا تختې) کورونو ته د لمري برېښنا د تختو د رسولو لپاره ډېره په زړه پورې لار وي.

له لمري برېښنا جوړ د دې بام کاشي د لاس انجلس په نړیوالو سټوډیوو کې د ( ناهیلو کورنیو مېرمنو) تلوېزیوني پروګرام هم خپره شوه.

* په لمري انرژۍ د افغان کروندو خړوبول

* کندهار کې ۱۶ میګاواټه لمري بریښنا توليدېږي

دا پرانیسته په داسې مهال شوې چې ټیسلا اوس د سولر سیټي په نوم د لمري برېښنا کمپنۍ- چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه - تر کنټرول لاندې راستلې ده.

خو ځینې برېښنايي موټر جوړونکي پانګوال د دې مسوولیت اخېیستلو په تړاو اندېښمن دي او وايي، دا مسوولیت د ټیسلا له مالي ملاتړ پورته ده، خو په دې برخه کې د ښاغلي مسک لېوالتیا دا ده چې ګویا دی یو تر ټولو لوی ونډه وال دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا بام له هغه ارځانه بلل شوی چې اول جوړېږي بیا پرې د لمري برېښنا تختې لګول کېږي.

د برېښنايي ښار اجرايي مشر د ښاغلي مسک د تره زوی دی او نوموړي پر ټیسلا د خپلې کمنپۍ پلورلو ته رایه ورکړې ده.

د ناهېلو کورنیو مېرمنو پروګرام ته د لمري کاشیو راوړل د مهم پلورنکي ټکي د نظریې خپرولو یوه لار وه.

* افغان جوړ لمري موټر د خلکو پام ځانته اړولی

* لمري الوتکه د نړۍ چاپيره الوت په موخه والوته

* په نړۍ کې لومړنۍ تاریخي الوتنه

ښاغلی مسک هم وايي، دا له لمري برېښنا تختو ډېرې ښې ښکاري او په مسخره یي ډول یې د "چکلېټ بام" بولي.

د دي کاشیو د رنگونو او ډولونو د رنګارنګۍ کومه بیه نه ده اېښودل شوې، خو ښاغلی مسک وايي، دا به له دودیز بام جوړولو او بیا پرې له پاسه د لمري برېښنا د تختو له لګولو هم ډېر ارځان وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټیسلا مشر د لمري برېښنا پر کاشیو جوړ بام د پرانیستلو په تړاو خبرې کوي

ښاغلی مسک وايي، په دې برخه کې (پاور وال دوه) هم برخه اخیستې، چې د ټیسلا کورنیو بېټریو تولید دی.

د پاور وال لومړنۍ دنده له لمري تختو د اضافي انرژۍ زېرمه کول دي. دا به ۵۵۰۰ ډالر بیه ولري.

ټیسلا تېرو دریو میاشتو کې حیرانوونکې ګټه کړې او په تېرو دریو کلونو کې هم تر ټولو مخکې ده.

* د لمر انرژۍ الوتکه جوړه شوه

ټیسلا د برېښنايي موټرو جوړوونکې کمپنۍ هم ده، او اوسنیو اعلانونو کې وايي، چې په دغو ټولو موټرو کې یې په اتومات ډول د چلېدلو ضروري الې لګولې دي.

د کمنپۍ چارواکي په دې باور دي، چې د ټول موټر د اتومات کولو لپاره به څو کلونه وخت په کار وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټیسلا پر اتومات موټر جوړولو کار کوي.