ګوګل بریتانیا کې څه باندې یو میلیارد پونډه نوې پانګونه کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا له تېر کال راهیسې کله چې ښاغلی پیچای د ګوګل اجرایوي مشر شوی، له بي بي سي سره لومړنۍ مرکه ده.

ګوګل شرکت په بریتانیا کې د څه باندې یو میلیارد پونډو په ارزښت د نوې پانګونې هوډ کړی، چې تر ډېره به په ټکنالوژۍ برخه کې ولګول شي.

د ګوګل اجرایوي مشر سندراراجان پیچای بي بي سي ته وویل، بریتانیا لاهم د زړه راښکونکې پانګونې بازار ګڼل کېږي.

دی وايي، هلته د بېلابېلو مهارتونو لرونکي کډوال کارګر ازادانه کار کوي چې د بریتانیا د ټکنالوژۍ برخې په پیاوړي کولو کې یې رغنده رول لوبولی.

ګوګل بې ډرايوره موټر وازمويل

ګوګل ته 'یو کیلومتر مننلیک'!

دا له تېر کال راهیسې کله چې ښاغلی پیچای د ګوګل اجرایوي مشر شوی، له بي بي سي سره لومړنۍ مرکه ده.

وړاندې د ګوګل ځینو چارواکو ویلي وو، له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو له اعلان سره سم، کله چې بریتانیا کې د کډوالو مهارت لرونکو کارکوونکو د خوځښت پروړاندې محدودیتونه رامنځ ته شول، د ګوګل ځینې پانګونې هم له ستونزو سره مخامخ شوې.

که څه هم ګوګل وړانډې نه ویل، چې بریتانیا کې څومره پانګونه لري، خو د قراردادونو د برخې کارپوهان وايي شاید ګوګل بریتانیا کې شاوخوا زر نور کارکوونکي وګماري او یو میلیارد پونډه نوې پانګونه به وکړي.

بریتانیا کې دا مهال د ګوګل اړوند کارکوونکو شمېر څلورو زرو ته رسېږي، چې په پام کې ده دا شمېره اوو زرو کارګرو ته لوړه شي او په ''کینګز کروس'' کې به ددغه شرکت کاري ساحه له نوې پانګونې وروسته څلور برابره ډېره شي.

د انځور حقوق AP
Image caption بریتانیا کې دا مهال د ګوګل اړوند کارکوونکو شمېر څلورو زرو ته رسېږي، چې په پام کې ده دا شمېره اوو زرو کارګرو ته لوړه شي

۱۶ کلنې پېغلې د ګوګل جایزه وګټله

پیچای وویل: ''بریتانیا زموږ لپاره لوی بازار و، موږ هلته ډېر لوی فرصتونه وینو. دا زموږ له خوا د پانګونې ستره ژبمنه ده، د نړۍ په پرتله بریتانیا کې ځینې غوره استعدادونه شته، چې په اوږدمهال کې زموږ له بازارموندنې سره ډېره همکاري کولای شي.''

اړونده مطالب

ورته مطالب