جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ضد واکسينو ازمويښتي پړاو پيل شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ضد واکسينو ازمويښتي پړاو پيل شوی

د ډسمبر لومړۍ د اېډز نړیواله ورځ ده، چې د نړۍ لروبر په کې وګړي د دغې ناروغۍ په اړه د پوهاوي لوړېدو په موخه فعاليتونه ترسره کوي.

خو جنوبي افریقا کې دا فعاليتونه يو څه ډېره ځانګړتيا لري. دا اوونۍ دغه هېواد د اېچ ای وي ويروس پر وړاندې د واکسين ازمويښتي پړاو پيل کړ.

دا تر ټولو لويه داسې کلينيکي او پرمختللې ازموينه ده، چې لومړی ځل په دغه هېواد کې ترسره کېږي، او مالي ملاتړ یې د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ کوي.