"تر ټولو چاغه ښځه" خپل وزن له ۵۰۰ کیلو ګرامو ۵۰ کیلو ګرامو ته کموي

د انځور حقوق COURTESY: DR MUFFAZAL LAKDAWALA
Image caption د ایمان کورنۍ وايي، چې د زېږون پرمهال د هغې وزن پنځه کیلوګرامه و.

یوه مصرۍ د وزن کمولو لپاره په هند کې عملیات کوي. وزن یې ۵۰۰ کیلوګرامه دی او فکر کېږي چې د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ده.

۳۶ کلنه ایمان احمد عبدالعاطي به په چارټرډ الوتکه کې ممبيي ته ولېږدول شي او هلته به یې ډاکټر (مفضل لکړاوالا) عملیات وکړي.

په قاهره کې د هند سفار ت په لومړیو کې هغې ته د ویزې له ور کولو ډډه کړې وه، ځکه ویل یې، چې په خپله سفر نشي کولی.

خو د ډاکټر له خوا په ټوېټر کې د پیغام له خپرېدلو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت خپله پرېکړه بدله کړه.

د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج یې ژر په ځواب کې وویل، چې همکاري به ور سره وکړي.

نوموړې پخپله هم د پښتورګو د عملیاتو له امله په روغتون کې بستر ده.

* اندونيزيا کې چاغښت

* ښځې ولې لارۍ نه چلوي؟

* چاغوالى په انګلستان کې " د ښځو روغتیا لپاره ترټولو سترگواښ"

د ایمان احمد عبدالعاطي کورنۍ وايي، چې نوموړې له ۲۵ کلونو راهیسې له کور بهر نه ده وتلې. دوی دا هم وايي، چې وزن یې ۵۰۰ کیلوګرامه دی.

که د ایمان د وزن په هکله د دوی ادعا سمه وي، نو نوموړې د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ده.

تر دا مهال تر د ټولو چاغې ښځې ریکارډ د امریکا له اوسېدونکې پولین پوټر سره دی، چې ګېنس نړیوال ریکارډ په ۲۰۱۰ کال کې ور کړی دی.

ډاکټر لکړاوالا له دې مخکې د وزن کمولو لپاره د هند د وزیرانو نتن ګدکاري او وینکایا عملیات کړي دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، چې د عبدالعاطي د طبي رپوټونو او انځورونو له کتلو وروسته فکر کوي چې په عملیاتو سره به د هغې وزن ۴۵۰ کیلوګرامه کم کړي.

د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.

د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.

د انځور حقوق Courtesy: DR Muffazal Lakdawala
Image caption که د کورنۍ ادعا یې ثابته شي، نو ایمان د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ده.

کورنۍ یې وايي، چې له۱۱ کلنۍ راهیسې په لار تللی نه شي، ځکه یې وزن نور هم ډېر شو او اړه ده چې وښوییږي.

د دوی په خبره، ایمان له یوې قلبي حملې وروسته نوره له کټ پورته نه شوه او نه هم بیا له کور ووتله.

مور او خوندې یې په دغه مهال ور سره مرسته کوي.

ډکټر لکړاوالا وايي، د دې ښځې خور په اکتوبر میاشت کې ور سره اړیکه نیولې وه او د درملنې لپاره بې وزلۍ له امله د بسپنې ټولول پیل کړل.

دغه ډاکټر وايي، چې دا ښځه د زړه ناروغي نه لري، خو نورې داسې ناورغۍ لري چې وزن یې ور زیات کړی دی.

نوموړی وايي، "مېرمن عبدالعاطي باید تر دریو میاشتو په ممبيي کې پاتې شي چې عملیات او له هغه وروسته څارنه یې بشپړه شي. بیا کور ته ستنېدلی شي، خو تر درې کلونو پورې به د هغې وزن له سلو کیلو ګرامو کم شي".

عملیات یا د وزن کمول د هغو کسانو لپاره وروستۍ درملنه ده چې ډېر وزن لري او له چاغښت ځورېږي.