د برېښنا د کمښت او نشتوالي وخت کې څه کولای شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایې، کابل ښار کې سږکال د برېښنا کمښت ۱۷۰ میګاواټو ته رسېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي ژمي کې د رڼا، پخلي، کور تودولو، د اوبو ګرمولو او ذخیرې ډکولو لپاره د دوبي پرتله ډېرې برېښنا ته اړتيا لري.

په دوبي کې رڼا او پکې چالانې وي، او دفترونو کې اېرکنډېشونونه، خو ژمي کې د برېښنا د استعمال وسایل ډېرېږي او د برښنا انرژي ډېره مصرفېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایې، کابل ښار کې سږکال د برېښنا کمښت ۱۷۰ میګاواټو ته رسېږي.

د هلمند کجکي برېښنا بند

د لمري برېښنا له تختو بام جوړ شو

د برېښنا یو میګاواټ ظرفیت تقریباً، کابل ښار کې ۵۰۰ کورونو ته برېښنا ورکولای شي او کلیو کې ۱۰۰۰ کورونو ته، ځکه ښارونو کې خلک له ډېرو برېښنايي وسایلو استفاده کوي، او کليو کې برېښنا اکثره د رڼا او د اوبو پمپ کولو لپاره کارول کېږي.

کله چې په یوې برېښنایي شبکه يا (Electrical Network) کې د برېښنا د انرژۍ غوښتنه ډېره شي او تولید کم وي، نو د شبکې چلوونکي مجبورېږي چې ځینې برېښنايي بارونه لکه کورونه، مارکیټونه، دفترونه او فابریکې پرچاوو یا د برېښنا له شبکې څخه قطع کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت چې په ټول افغانستان کې د برېښنا د تولید، لېږد او توزیع مسوولیت په غاړه لري، په کابل کې د ژمي په را رسېدو سره پرچاوي تطبیقوي. که چېرې برښنا شرکت پرچاوي تطبیق نه کړي نو شبکه تر فشار لاندې راځي او د ډېر بار له امله په سب سټیشنونو او جنکشنونو کې تخنیکي عوارض رامنځته کېږي، برېښنايي وسایلو ته تاوان رسېږي، د ټرانسفرمر او برقي سویچونو د لمنځه تللو خطر هم په کې شته.

د افغانستان د برېښنا اوسنی سیستم پیچلی دی. په افغانستان کې نهه برېښنايي شبکې چې د جزیرې په توګه فعالیت کوي، یعني یو بل سره وصل نه دي، کار کوي.

د دې نهو جزیرو مطلب دا دی چې د افغانستان مختلفې سیمې له بېلابېلو سرچینو برښنا ترلاسه کوي. او د تخنیکي محدودیتونو له امله دا نهه شبکې یو له بل سره موازي یا سینکرونایز نه دي. د بېلګې په توګه، د ترکمنستان له شبکې راغلي لینونه د فاریاب، جوزجان او سرپل شمالي ولایتونو ته، او د یوې بېلې شبکې په وسیله هرات ولایت ته د برېښنا انرژي ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د برېښنا اوسنی سیستم پیچلی دی. په افغانستان کې نهه برېښنايي شبکې چې د جزیرې په توګه فعالیت کوي، یعني یو بل سره وصل نه دي، کار کوي.

د ازبکستان شبکه بیا، پروان، سمنګان او تر یوې اندازې کابل ته برېښنا لېږدوي. تاجکستان د بغلان، کندز او تخار ولایتونو او په اوړي کې کابل ته برېښنا ورکوي (په ژمي کې تاجکستان په خپله د برېښنا له کمښت سره مخ دی).

په اوړي کې بیا د ازبکستان برېښنا د کابل پر ځای بلخ ولایت ته ورکول کېږي، ځکه د ۳۰۰ میګاواټو زیاته برېښنا له ازبکستانه نشي وارېدېدلی او د کابل لګښت د بلخ پرتله څو چنده زیات دی.

ایران هرات او نیمروز ولایتونو ته د دوه ځانګړو شبکو له لارې برېښنا ورکوي. د افغانستان په جنوب کې، کندهار او هلمند ولایتونه، تر یوې کچې د کجکي د اوبو برېښنا بند او نور د ډیزلي جنراتورونو له لارې خپله برېښنا لاسته راوړي.

د ډیزلي جنراتورونو برېښنا ګرانه ده، اوس کجکي بند کې د درېیم توربین په نصبولو سره به د کندهار او هلمند د برېښنا ستونزه یو څه را کمه شي. د کابل سیند په حوزې باندې پراته د برېښنا بندونه لکه نغلو، ماهیپر، او سروبي د افغانستان داخلي شبکه ده چې کابل، ننګرهار او لغمان ته برېښنا ورکوي، چې کال په کال د اوبو د کموالي له امله د کورني تولید درجه را ټیټیږي.

Image caption افغانستان کې له بهرنيو هېوادنو لېږدېدونکې برېښنا

راتلونکو دوو کلونو پورې په کابل کې د برېښنا د کمښت حل لاره نه لیدل کېږي. دې لپاره په کار ده چې د پلخمري او کابل ترمنځ د برېښنا د لېږد ۵۰۰ کیلوولټ لینونه ونښلول شي، د بغلان په دشت الوان او د کابل په ارغندۍ کې د ۵۰۰ کیلوولټو سب سټیشنونه جوړ شي، د دې دریو سترو پروژو ترڅنګ له ترکمنستانه د نویو راغلیو لینونو پروژې هم بشپړې شي نو کابل کې به د برېښنا کمښت پاي ته ورسیږي.

د دې پروژو تدارکاتي پړاوونه مخې ته تللي او عملي کار یې پاتې، چې لږ تر لږه دوه کاله وخت نیسي. نو دوه کلونو پورې د کابل اوسېدونکي‌ یا نورو ښارونو او کلیو کې اوسېدونکي چې د برېښنا ستونزې سره مخ دي له کومو لارو چارو ګټه اخیستلی شي، زه لاندې وړاندیزونه ورته لرم:

د برېښنا له پرچاوۍ سره د چلند طریقه:

د برېښنا د انرژۍ مصرف کوونکي دې خپلو کورونو کې د برېښنا پر لګښت فکر وکړي. د بېلګې په توګه، د کالیو وینځل، یا د اوبو د ذخیرې ډکول، د کالیو اوتو کولو او نور، داسې وخت کې وکړي چې برېښنا ډېره نه کارول کېږي (Peak Load) وخت نه وي.

پیک لوډ په کابل کې د ماښام له ۵ بجو د شپې تر ۹ بجو پورې وي. دغه وخت کې شبکه تر خپل اعظمي بار لاندې وي او فشار پرې زیات وي، که چېرې ډېری مصرف کوونکي په دغه وخت کې خپل د برېښنا استعمال زیات کړي، نو احتمال شته چې د شبکې توزیعي لینونه په اتومات ډول ځان پرچاوي کړي، او یا شاید شدید تخنیکي عوارض پیدا کړي. نو مصرف کوونکو ته په کار ده چې د پرچاوۍ د جدول پوره معلومات ولري او د جدول مطابق خپل لګښت برابر کړي.

بله مهمه لاره چې ضروري ده هغه په کور، مارکیټ او دفتر کې د روښنایۍ لپاره د ګروپونو کارول دي.

Image caption د ګروپونو ډولونه

که چېرته یو کور کې لس ژېړ ګروپونه یا(Incandescent Bulb) د ۱۰۰ واټو لګیدلي وي، نو دا لس ګروپونه په یو ساعت کې یو کیلوواټ ساعت انرژي مصرفوي. اوس مهال په کابل کې یو کیلو واټ ساعت انرژي په ۲.۷۵ افغانۍ ده.

که چیرته دا ګروپونه د ۷ ساعتونو لپاره روښانه وي، نو په ۷ ساعتونو کې ۱۹.۲۵ افغانۍ لګښت پرې راځي، په یوې میاشت کې ۵۷۷.۵ افغانۍ او یو کال کې ۶۹۳۰ افغانۍ په یو کور یوازې د رڼا لګښت راځي.

خو که چیرته دا ژېړ ګروپونه په فلورسنټ یا CFL ګروپونو بدل شي (په هماغه اندازه رڼا، ۱۶۰۰ لومن، فلورسنټ ګروپ تقریباً ۲۵ واټه برښنا مصرفوي)، دې سره د کور د برښنا د انرژۍ لګښت په بنسټیز ډول را ټیټېږي، نژدې ۷۵ سلنه.

د میاشتې د لسو فلورسنټ ګروپونو لګښت به ۱۴۴ افغانۍ وي او کال کې به ۱۷۳۲.۵ افغانۍ، چې دې سره به د دې کور اوسیدونکی هره میاشت ۴۳۳ افغانۍ سپموي او کال کې به ۵۱۹۷ افغانۍ ورته بچت کېږي. د فلورسنټ ګروپونو په پرتله LED ګروپونه اغېزمن دي. د رڼا کیفیت یې ښه دی او برېښنا هم کمه مصرفوي، LED ګروپ ۱۶۰۰ لومن په اندازه رڼا باندې یوازې د ۱۵ واټو نه تر ۲۰ واټو پورې برېښنا مصرفوي.

اوس مهال کابل کې د یو ۱۰۰ واټه ژېړ ګروپ قیمت تقریباً ۲۰ افغانۍ دی، او د یو کمپکټ فلورسنټ ګروپ چې ۱۶۰۰ لومن روښنایي ورکولای شي، تقریباً ۲۰۰ افغانۍ دی، خو د فلورسنټ ګروپونو عمر د ژېړو ګروپونو پرتله ۵ کاله ډېر دی او هر کال د پورتني مثال په رڼا کې ۵۱۹۷ افغانۍ سپمولای شي. د LED ګروپونو عمر بیا د ټولو ګروپونو پرتله ډېر دی. یو LED ګروپ ۲۵۰۰۰ ساعته ژوند لري، چې تقریباً لس کاله راځي چې هره ورځ د ۵ نه تر ۷ ساعتونو پورې روښانه وي.

د برېښنا په نه شتون کې څه کولای شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه سولر تخته نژدې ۱.۶ متره مربع ساحه نیسي. ۵ تختې په منځني ډول کولای شي په یو ساعت کې ۱۲۵۰ واټه د برېښنا انرژي تولید کړي او ۸ متره مربع ساحه ونیسي.

لومړۍ لاره چې اساسي ده، هغه د کور د بام په سر د سولر یا د لمریزو تختو نصبول دي.

په منځني ډول یوه لمریزه تخته یا Solar Panel تقریباً له ۲۳۰ واټو تر ۲۸۰ واټو پورې برېښنا تولیدولای شي، دا په تختې کې د لمریزو حجرو د شمېرو او د ټکنالوژۍ د پیاوړتیا پورې اړه لري.

یوه سولر تخته نژدې ۱.۶ متره مربع ساحه نیسي. ۵ تختې په منځني ډول کولای شي په یو ساعت کې ۱۲۵۰ واټه د برېښنا انرژي تولید کړي او ۸ متره مربع ساحه ونیسي.

لکه څنګه چې سولر پنل برېښنا په مستقیم جریان یا Direct Current (DC) کې تولیدوي، نو دې لپاره د انورتر شتون ضروري دی چې مستقیم جریان په متناوب جریان یا Alternating Current (AC) باندې بدل کړي، تر څو وکولای شي چې د کور برقي وسایل چالان یا روښانه کړي.

د سولر سیستم سره اوس معمول دا دی چې بیټرۍ هم ورسره یو ځای نصبېږي، تر څو د شپې لخوا، کله چې د لمر شعاع نه وي، د برښنا ستونزه حل کړي. د بېلګې په توګه، که چېرې دوه ۱۲ ولټه د ۱۵۰ امپیره جریان بیټرۍ کور کې نصب کړو، نو په یوه ساعت کې ۳.۶ کیلوواټ ساعت انرژي راکولای شي، او که چېرې د ۲۰۰ امپیره جریان دوه بیټرۍ واخلو نو په یو ساعت ۴.۸ کیلوواټ ساعته انرژي راکولای شي.

د سولري تختو او د بېټریو د شمېر ټاکل د کور د برېښنايي وسایلو او د برېښنا لګښت پورې اړه لري، که څوک غواړي‌ چې برېښنايي بخارۍ، ټلویزیون، کمپیوټر، د کوټو روښانه کول، د اوبو خېژولو ماشین، اوتو او نور وکاروي، نو تقریباً له ۱۶ تر ۲۰ سولري تختو ته چې هره تخته ۲۵۰ واټه ظرفیت ولري، اړتیا لري چې د بام په سر یا د کور انګړ کې نصب کړي.

د دومره تختو ظرفیت به له ۴ تر ۵ کیلوواټو په اندازه وي، چې د یو مناسب لوي کور د برېښنا اړتیا پوره کولای شي.

Image caption د لمريزې برېښنا لس کلنه پانګونه ده، یوازې ۴ یا ۵ کلونو کې بیټرۍ بدلولو ته اړتیا لیدل کېږي

د تختو تر څنګ به ۴، ۲۰۰ امپیره بیټریو ته هم اړتيا ولري چې د شپې لخوا بې برښنا نشي. خو که څوک غواړي‌ چې د سولر سیستم یوازې د رڼا، تلویزیون، کمپیوټر او د موبایلونو د چارج لپاره کاروي، نو کولای شي چې ۴ یا ۵ سولري تختې د دوه ۲۰۰ امپیره بیټریو سره نصب کړي.

هغه خلک چې یوازې د دوه سولري تختو توان لري، نو کولای شي چې له دوو یې پیل کړي، او د وخت په تېرېدو سره نورې تختې ورسره اضافه کړي او بیټرۍ هم د نورو بیټریو سره ور زیاتې کړي.

دلته یوه یادونه اړينه ده، هغه کسان چې ښار کې دننه اوسېږي او د ښار برېښنايي شبکې سره وصل وي، نو هغوي کولای شي چې یوازې د بیټریو په نصبولو سره هم خپله ستونزه یو څه اندازه حل کړي، خو دا به یوازې د څو ساعتونو لپاره وي، ځکه بیټرۍ خپل چارج د زیات بار په اچولو سره زر له لاسه ورکوي.

هغه خلک چې په کلیو کې یا د ښار داسې سیمو کې اوسېږي چې برېښنايي شبکه نه وي ورسېدلي، نو بیا د سولر او بیټریو یو ځای نصبول اړین دي.

زما مشوره ټولو هغه خلکو ته چې د سولر تختو او بیټریو اخیستلو توان لري، پرته له دې چې ښار کې وي او که کلي کې، دا ده چې د برېښنا لپاره دې سولر تختې او بیټرۍ واخلي.

دا لس کلنه پانګونه ده، یوازې ۴ یا ۵ کلونو کې بیټرۍ بدلولو ته اړتیا لیدل کېږي. د دې کار ګټې ډیرې دي. لومړۍ ګټه یې دا ده، که چېرې څوک د دوه کیلو واټو په ظرفیت د سولر تختې نصب کړي، نو په اوسط ډول د کال ۱۲ زره افغانۍ بچت کولای شي، او تقریباً ۲۷۰۰ کیلوواټ ساعته انرژي په وړیا ډول د خپل کور لپاره تولیدولای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه خلک چې په کلیو کې یا د ښار داسې سیمو کې اوسېږي چې برېښنايي شبکه نه وي ورسېدلي، نو بیا د سولر او بیټریو یو ځای نصبول اړین دي.

دوهمه ګټه یې د افغانستان د برېښنا شرکت سیستم او شبکې ته رسېږي. که چېرې یو مصرف کوونکی له شبکې ځان لیرې کړي او د انرژۍ له پلوه په ځان بسیا شي، نو شبکې باندې بوج کمېږي او دې سره هغه خلک چې د سولري تختو او بیټریو د اخیستو توان نه لري، هغوي ته برښنا ورسېږي او که چېرې په ډېر شمېر کې خلک دا کار وکړي، نو دې سره د پرچاوۍ وخت هم را کمېږي او شبکه خپل نورمال حالت ته را ګرځي.

ځینې خلک کولای شي چې د نېټ مېټرېنګ Net Metering له لارې له خپل لګښته اضافي انرژي په برېښنا شرکت وپلوري او دې سره یا نقدي پیسي ترلاسه کړي او یا خپل د انرژۍ بېل را کم کړي. په هاغه اندازه انرژي یې چې په برېښنا شرکت خرڅه کړې وي، هغه به یې له بېله منفي کېږي.

درېیمه او مهمه ګټه یې چاپېریال ته ده. لمر د پیټرولي، ډیزلي او ګازي جنراتورونو په خلاف چاپیریال نه ککړوي، بلکې پاکه انرژي تولیدوي. جنراتورونه د حفظ او مراقبط خطرونو ترڅنګ، د تولید پروخت لوړ اواز لري، د لمر انرژي اواز نه لري او نه هم کاربن ډای اوکساید هوا ته لېږدوي.

ورته مطالب