۱۰۲ کلن ساینسپوه د دفتري کار د ځای پر سر جنجال وګاټه

د انځور حقوق ABC
Image caption ډاکټر ګوډال وايي، د سترګو نظر یې چې سم وي، تر هغه به خپل مسلک کې بوخت وي.

د اسټرالیا تر ټولو بوډا خو په کار کې ښکېل ۱۰۲ کلن ساینسپوه د یوه اسټرالیايي پوهنتون په انګړ کې د دفتري کار د جاري ساتلو دعوه یا جنجال وګاټه.

ډېویډ ګوډال ته ویل شوي وو، د لوېدیزې اسټرالیا د ایډیت کاون پوهنتون انګړ کې کار یې خوندیتوب ګواښي، ځکه پکار دي، چې راتلونکی کال له کوره خپل کار وکړي.

خو پوهنتون اوس د ده لپاره بل ورته کارځی پیدا کړی دی.

* ساینسپوهان غواړي فضا کې یو هېواد جوړ کړي

* د ساینس پوهانو له خوا د فزیکي درد ختمولو هڅې

* د هند ساینس پوهان او کوڅو ماشومان څه ورته والی لري؟

د اسټرالیا تر ټولو بوډا کارمن ساینسپوه ډاکټر ګوډال په اویا کلونو کې د چاپیریالپوهنې په تړاو له سلو ډېرې څېړنیزې لیکنې کړې دي.

ډاکټر ګوډال له دوو لسیزو راهیسې د ایډیت کاون پوهنتون په انګړ کې کار کاوه، خو په تېر اګسټ کې دغې ادارې د نوموړي د خوندیتوب په هکله اندېښنه وښوده او ترې ویې غوښتل چې خپل دفتر وتړي.

دا ډاکټر ګوډال ته یو بل خنډ و، ځکه له دې مخکې ورته ویل شوي وو چې د سترګو نظر د کمزوري کېدلو له امله دې د تمرینونو ځای ته د تللو په مهال پخپله موټرواني نه کوي.

د انځور حقوق ABC
Image caption ډاکټر ګوډال د استرالیا تر ټولو بوډا په کار بوخت عالم دی.

خو اوس پوهنتون وايي، د ډاکټر ګوډال استوګنځي ته نږدې یې پرانیستي ځای کې "ډېر ښه" دفتر ورته پیدا کړی دی.

د پوهنتون مرستیال مشر سټیو چپمن بي بي سي ته وویل: "زه خوشال یم، موږ حل لار موندلې او ډیویډ به هم په پوهنتون کې له پاتې کېدلو ډاډمن وي".

* افغانستان کې له ساینس سره جفا

* د هېوادونو په پرمختګ کې د ساینس ونډه

* د کایناتو د تخلیق په اړه د ساینس او مذهب بحث

ډاکتر ګوډال هم وايي، خوشال دی چې پوهنتون ور سره جوړ جاړی وکړ.

هغه بي بي سي ته وویل: "زه هیله من یم چې د سترګو نظر مې کار کوي، تر هغه په خپله برخه کې ګټور کار وکړم".

"خو لا هم فکر کوم چې پر خوندیتوب ټینګار ته اړتیا نه وه".