ایران ولې د ځیرک تیلیفون پر 'قبایلي شخړې' لوبې بندیز لګولی؟

د انځور حقوق SUPERCELL
Image caption سږ کال د لوبې جوړوونکي یاد شرکت وویل، په دې لوبه کې هره ورځ ۱۰۰ میلیون کسان ښکېل دي.

ایران په ځیرک ټیلیفونو کې د چلېدونکې ''قبایلي شخړې'' یا Clash of Clans پر لوبې بندیز لګولی دی.

یوه حکومتي پلاوي پخپل راپور کې ویلي، چې د ارواپوهانو د څرګندونو له مخې دا لوبه تاوتریخوالي ډېرولو او ''قبایلي شخړو'' ته لمن وهي.

پلاوي خبرداری ورکړی چې یاده لوبه پر کورني ژوند منفي اغېز کوي، په تېره بیا کله چې زلمیان دې لوبې ته مخه کوي.

زرګونه امریکایان د موټرچلونې پرمهال 'پوکمون ګو' لوبه کوي

د عکسونو البوم: پوکمون ته ورته واقعي ژوي

د روان کال په اوږدو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ایران کې د الکترونیکي لوبو ۶۴ سلنه مینه والو دا لوبه کړې ده.

د ختمېدونکې ډسمبر میاشتې پر اوه ویشتمه پر یادې لوبې په ایران کې بندیز ولګول شو.

د لوبو ځینو مینه والو پر وېبپاڼو لیکي، چې ګڼ لوبغاړي دغې لوبې ته په لاسرسي کې ستونزه لري.

په ایران کې ددې لوبې ځینو مېشتو لوبغاړو ویلي، چارواکو دغې لوبې ته لاسرسی د کاروونکو پر عمر پورې تړلی دی، خو اوس ښکاري چې ټول مینه وال یې له لاسرسي بې برخې کړي دي.

دوی وايي، دغې لوبې ته د رسېدو ځینې نورې لارې هم شته.

د ایران مرستیال لوی څارنوال عبدالصمند خورم ابادي ویلي، د جوړ شوي پلاوي ډېری غړو دا موضوع څېړلې اودا یې تایید کړې چې لوبې ته لاسرسی دې د کاروونکو پر عمر پورې اړوند وګرځول شي.

ایران وړاندې هم پر ځینو وېډیويي لوبو بندیز لګولی و، په تېره اګسټ میاشت کې پر ''پوکیمون ګو'' لوبې بندیز ولګاوه؛ دا ځکه چې په لوبه کې ځینې جغرافیايي ځایونه مشخصېږي.

د ''قبایلو شخړه'' په نامه لوبه د فنلدڼ ''سوپر سل'' شرکت له خوا جوړه شوې چې اوس ډېر مینه وال لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران وړاندې هم پر ځینو وېډیويي لوبو بندیز لګولی و، په تېره اګسټ میاشت کې پر ''پوکیمون ګو'' لوبې بندیز ولګاوه؛ دا ځکه چې په لوبه کې ځینې جغرافیايي ځایونه مشخصېږي.

ایران وړاندې هم پر ځینو وېډیويي لوبو بندیز لګولی و، په تېره اګسټ میاشت کې پر ''پوکیمون ګو'' لوبې بندیز ولګاوه؛ دا ځکه چې په لوبه کې ځینې جغرافیايي ځایونه مشخصېږي. دا لوبه پر کلیوالو لوبغاړو ولاړه ده، چې نور پوځیان یې ملاتړ کوي او پر نورو کلیو بریدونه کوي.

سږ کال د لوبې جوړوونکي یاد شرکت وویل، په دې لوبه کې هره ورځ ۱۰۰ میلیون کسان ښکېل دي.

د ویلو ده چې د ''سوپر سل'' شرکت ۸۴٬۳ سلنه ونډې د ۱۰٫۲ میلیارد ډالرو په یوه معامله کې یوه چینايي شرکت واخیستې.

اړونده مطالب