د نړۍ تر ټولو بوډۍ جراحه؛ ۸۹ کلنه ډاکټره اوس هم ناروغان عملیاتوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الا وايي تراوسه یې له لس زرو ډېر عملیات کړي، خو یو ناروغ هم ترې مړ شوی نه دی.

په روسیه کې یوه ډاکټره ۸۹ کاله عمر لري. په نړۍ کې تر ټولو بوډۍ جراحه ده، خو لا هم په کال کې په سلګونو ناروغان عملیات کوي.

الا الینيچنا لیوو شیکنا د روسیې په یوه روغتون کې له ۶۷ کلونو راهیسې سهار اته بجې کار پیل کړي.

* 'زه له اوبو سره حساسیت لرم'

* چینايۍ ډاکټره د ماشومانو د تښتونې په جرم اعدامېږي

د انځور حقوق Getty Images

نوموړې تراوسه له لس زرو ډېر ناروغان عملیات کړي دي، خو یو هم ترې مړ شوی نه دی او ټول ژغورل شوي دي.

نوموړې پر خپل دغه کار ویاړی او وایي د ماشومتوب هیله یې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الا وایي له ماشومتوب یې دا هیله وه چې ډاکټره شي.

الا مجرده ده، خو له خپل معیوب خورې سره په یوه کور کې اوسي او اته پشې(پشوګانې) هم لري.

هغه وايي، "زه کار کوم او هرڅه، زه داسې څه نه لرم، چې په تقاعد کې یې وکړم. ډاکټري یواځې مسلک نه دی، بلکې د ژوند لار ده. جراح که کار نه کوي، نو د څه لپاره به ژوند وکړي؟"

په روسیه کې د تقاعد موده د پنځوسمو کلونو منځ دی، خو الا داسې ډاکټره ده چې لا هم کار کوي او د نړۍ تر ټولو بوډۍ جراحې نوم یې ګټلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images

نوموړې وايي د اوږد ژوند لپاره یې کوم راز موندلی نه دی، خو هرڅه خوري، ډېر خاندي او ډېر ژاړي.

"زه ځکه کار کوم چې خوند را کوي او بل دا چې کار مې خوښېږي، غواړم د پرمختګ او خوشالۍ لپاره له خلکو سره مرسته وکړم."

"ډېر خلک مې ډېر کلونو پخوا ژغورلي هغه هم په داسې مهال چې بل چا یې عملیات نشوی کولی، خو ما عملیات کړل او اوس هم ژوندي دي، له هغه وروسته یې ماشومان هم وزېږول."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الا وايي داسې څه نه لري چې په تقاعد کې یې وکړي.