له یوازيتوب سره څه وکړو؟

د برتانیا د پارلمان یوه ډله یواځېتوب چوپه اپیډمي(ساري ناروغي) بولي.

په نړۍ کې میلیونونو کسان ځانونه یواځې بولي او چارواکي او کارپوهان یې د پایلو په هکله خبرداری ور کوي.

ان ځینې کسان که له خلکو سره هم وي، بیا هم ځان یواځې بولي او نور هغه اپوټه.

د برتانیا د پارلمان استازی جوکاکس تېر کال په جون کې ووژل شو، ملګرو یې په یاد او له یواځېتوب سره د مبارزې لپاره کمېسون جوړ کړی دی.

دا کمېسون وايي، "یو په یو او ګام په ګام په خبرو سره نړیوال ټولنه له یواځېتوب ژغورل " غواړي.

شمېرې وايي، ډېر کسان یواځې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړنې وايي، یواځیتوب عمر کموي.

د "کو- اپ " او "برتانیا سره صلیب " څېړنه ښيي، چې له نهو میلیونو ډېرو کسانو په خصوصي ډول منلې چې "تل یا ډېر وخت " یواځې وي.

خو له دریو دوه برخې به په ښکاره هیڅکله هم دا خبره ونه مني.

پر ۲۰۱۴ کال د ملي احصايې دفتر دې پایلې ته ورسېد، چې په اروپا کې برتانیا تر ټولو یواځېتوب لرونکی هېواد دی.

* ''یوازېتوب د سړي عمر لنډولی شي''

په تازه نظرپوښتنه کې هم ۶۲ سلنه ځلموټو ویلي، چې هغوی "کله یواځې" وي او په هرو ۲۰ کسانو کې یو کس هیڅکله هم د اونۍ په وروستیو ورځو کې له ملګرو سره وخت نه اړوي.

ولې یواځېتوب؟

کلر فین پریویت چې په وروستیو کې مور شوې، بریالۍ مېړوښه او سوداګره ده، هغه وايي ممکن وروستۍ ښځه وي چې فکر کوي یواځې ده.

کلر وايي، ځکه یواځې ده، چې مورولي په ریښتیا سخت کار دی او پوره خوب نشي کولی.

" د شپې تی ور کول داسې کار دی چې دا یواځېتوب ډېر ښه ډاګیزوي، تاسو ویښ یاست، هوا تیاره ده، هیڅ غږ غوږ نشته او فکر کوئ، په دې نړۍ کې یواځنی ویښ کس یاست".

" د ناهیلۍ حس مې نه باورېدونی دی. له دې مخکې د یو کار و کسب مدیره وم، ډېر بیروباري کاري او ټولنیز ژوند مې درلود. خو اوسنی ژوند ډېر ډېر توپیر لري".

۲۱ کلنه سوفي په سټمبر میاشت کې اول ځل پوهنتون ته لاړ، او دلته لومړی ځل پوه شو چې پوهنتوني کېدل سخت کار دی.

"کله کله پوهنتون هغسې نه وي، لکه هیله یې چې لرئ، کله کله تاسوله هرڅه لرې کوي".

" ما به چې کله خلک ډلې ډلې له خپلو ملګرو سره لیدل، فکر مې کاوه چې هغوی ډېر ژر پخپلو کې د زړه له تله ملګري شوي او دغه وخت به مې ځان ډېر یواځې باله".

"فکر مې کاوه، ته وا یواځنۍ څوک یم چې هیڅوک نه لرم، چې ور سره و اوسم، خو دا ې فکر حقیقت نه درلود. "

ډن ۲۸ کلن دی، له مینې(معشوقې) بېلېدلو وروسته یو لونډ پلار دی. وايي هیڅ کله یې هم ځان دومره یواځې احساس کړی نه و.

" زه ځان یواځې بولم، ځکه کال مخکې مې کور له خلکو ډک و، زه، مینه مې، زوی مې دلته وو. ما داسې څوک درلودل، چې یو بل خوا تلل را تلل دا ځای تل ژوندی او ګڼه ګوڼه پکې وه. "

"هغه لاړه، زوی یې هم ور سره یووړ، خپل توکي یې هم ور سره یووړل، کور لوی ښکارېده، ما فکر کاوه، ډېر کوچنی یم. "

"کله چې به کور ته تلم، د زوی غېږ مې نه وه، هیچا سلام نه راته کاوه، پخلی بې ګټې ښکارېده، ما خواړه سم نشوی خوړلی. "

"فکر کوې د لونډو کور لرې، دا بد ژوند دی. "

له یواځېتوب سره د مقابلې لپاره څه وکړو؟

که څه هم ځینې مطالعې ښيي چې ټیکنالوجي او خواله رسنۍ کارول سړی لا نور یواځې کوي، خو ډېر وايي، چې خواله رسنۍ د یواځې شوي کس د ژوند د سختو ورځو کې ملګرې دي.

کلر وايي، د مورولۍ د مستندولو لپاره یې اینستاګرام د وېبلاګ په ډول کارولی او له نورو ډېرو میندو یې مشورې اخیستې دي.

" زه هڅه کوم د لونډ پلار یا مور دغه بهیر یو ډول خوندور کړم، خو په دا مهال داسې مسلې هم راپورته کړم چې خلک یې د شریکولو ته زړه نه ښه کوي. دا ډول په سختو او بدو شیبو کې وژاړئ. "

هغه زیاتوي، پکار ده، دومره زړور شئ، چې له خلکو مرسته وغواړئ او که شوني وې لږ تر لږه یو ځل خو په ورځ کې له دوی سره خبرې وکړئ.

په ټوله برتانیا کې له یواځېتوب سره د مقابلې لپاره ډېرې پروژې روانې دي.

پروسږ کال له هغه وروسته چې د لندن د ټرانسپورټ ادارې "په مېترو کې غږېدل" پوسټرونه خپاره کړل، "د خبرې کول غواړم" نښې یې هم ووېشلې.

ایمي هم وايي، که شرایط سم وي نو یو سپی هم راولو.

"سپي هم له ما سره مرسته کړې ده. زه له سپیو سره لویه شوې یم او هغوی ستاسو پام په رښتیا ور اړوي. دا ښه احساس دی چې یو څوک ولرئ، چې تاسو ته اړتیا ولري او تاسو سره مینه ولري".

راني په کلیسا یا یوه ډله کې غړیتوب هم وړاندیزوي، لوید وايي، یو وختیری پیدا کړئ او جک وايي پخواني ملګري ووینئ.لی.